هند کې د اورګاډي ټکر کې پنځه کسان وژل شوي

هند کې د اورګاډي ټکر کې پنځه کسان وژل شوي

چارواکي وايي په دغه پېښه کې پنځه کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي

د هند جنوب اندرا پردېش ايالت په اننت پور سيمه کې د لارۍ او اورګاډی د ټکر امله پنځه کسان وژل شوي دي.

دغه پېښه د دوشنبې په شپه ځايي وخت يوه نيم بجه رامنځ ته شوې ده.

بنګلور کې د اورګاډي مشر سنجيو اګروال وايي په لارۍ موټر کې تيږې بار وې چې د ټکر له امله په مسافرو لګېدلې او مرګ ژوبله يې اړولې ده.

ځايي چارواکي وايي په وژل شويو کسانو کې د هند د کانګرېس ګوند د پارلمان غړی هم شامل دی چې وړاندې هم څو ځله د پارلمان غړی پاتې شوی و.

اګروال وايي په پېښه کې د لارۍ موټروان او درې سپرلۍ وژل شوې او ګڼ شمېر نور کسان ټپيان دي.

په هند کې دا ډول پېښې ډېرې رامنځ ته کېږي چې له کبله يې هر کال په زرګونو خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي.

هند نهه زره مساپر وړونکي اورګاډي لري او هر ورځ په کې نژدې ۲۳ میلیونه خلک سفر کوي.

څو مياشتې وړاندې د هند په مدهيا پردېش ايالت کې دوه مساپر وړونکي اورګاډي له پټليو وتلي وو چې په ترڅ کې يې ۲۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

دغه اورګاډي د هردا سيمه کې له يوه سېلاب ځپلي پله تېرېدل چې دا پېښه رامنځ ته شوه.

د تېر کال په جولای میاشت کې لږ تر لږه ۱۸ ماشومان هغه مهال و وژل شول چې د تیلینګانا په ایالت کې د ښوونځي بس له یوه اورګاډي سره ټکر شو.

Author

خروج از نسخه موبایل