د افغانستان پر خاوره د پاکستان توغول شوي توغندي به بي پوښتني پاتي نشي

د افغانستان پر خاوره د پاکستان توغول شوي توغندي به بي پوښتني پاتي نشي. د ملي اردو ځمکنيو قواوو قومندان جنرال مراد علي مراد ويلي: افغانستان د پاکستان پر وړاندې ښه نيت لري خو دا هيواد نغواړي ترڅو د افغانستان يو ښه گاونډی پاتي شي

د ملي اردو ځمکنیو قواوو قومندان جنرال مراد علي مراد چې دکابل پوځي اکاډمۍ څخه د یوشمیر محصلینو د فراغت په مراسمو کې ګډون کړی وو وویل: د پاکستان د توغندیو پر وړاندې یې د افغانستان صبر او حوصلې ته نغوته وکړه وویل: د پاکستان له لوري توغول شوي توغندي به بې پوښتنې پاتې نشي دوی د پآکستان په هکله د افغانستان نیک نیت ته په نغوتې سره ویلي، پآکستان د افغانستان له دې نیک نیت څخه ناوړه ګټه اخستې. دوی څه موده وړاندې پآکستان ته د افغان پلاوې د سفر په تړاو ویلي: افغان پلاوې په ښه نیت اسلام آباد ته سفر کړی وو خو دې سفر یوه ورځ وروسته پاکستان د افغانستان پر خاوره د توغندیو بریدونه پیل کړل.

د افغانستان ځمکنیو قواوو قومندان له دې سره چې د افغانستان دفاعي قدرت د جګړې په شرایطو کې رامڼخ ته شوي وویل: افغان امینتي ځواکونه به د یوې لویې جګړې پر وړاندې چې له بهره پر مونږ ټپل شوې او روانه ده په میړانې مبارزه وکړي.

Author

خروج از نسخه موبایل