وزیرستان او خیبر ایجنسۍ کې ۳۹ اورپکي وژل شوي

تېر کال د پاکستان پوځ شمالي وزیرستان کې د اورپکو پرضد عملیات پیل کړل

د ډیورنډ کرښې ته څېرمه شمالي وزیرستان او خیبر ایجنسۍ کې د پاکستاني ځواکونو بمبارۍ لږترلږه ۳۹ سخت دریځي اورپکي وژلي دي.

بریدونه په شوال دره او دته خېلو سیمه شوي دي.

سرچینه زیاتوي، د یادو سیمو په ځنګلي سیمو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر پوله قاچاقي لار ده، چې له هماغه ځایه اورپکي بریدونه کوي.

د تېرې دوشنبې په ورځ شمالي وزیرستان کې ګهیځ مهال لس بجې پر زوی نری، لټکا، میزر مداخیل او شوال سیمو بمبارۍ وشوې.

ویل کېږي په بمبارۍ کې د اورپکو شپږ مرکزونه په نشه شوي، چې لږترلږه ۲۴ مشکوک اورپکي پکې وژل شوي، خو یوه چارواکي ويلي، په وژل شویو کې ولسي وګړي هم دي.

یوې بلې سرچینې ویلي، دا بمبارۍ د پنجاب ایالت د کورنیو چارود وزیر د وژلو د غچ اخیستو په مقابل کې شوې دي.

بل خوا، د پاکستان ملي رادیو ویلي، د افغانستان پر پوله د خیر ایجنسۍ پر راجګال سیمه کې هم بمباري شوې ده.

د پوځ مطبوعاتي برخې ویلي، په دغو بریدونو کې ۱۵ سخت دریځي وژل شوي.

د وزیرستان عملیاتو کې ګڼ وګړي بې ځایه شول

پوځ ادعا کوي، چې په بریدونو کې ځانمرګو بریدونو ته دوه چمتو شوي ځانمرګي برید کوونکي هم وژل شوي.

تېر کال پاکستان په شمالي وزیرستان کې د اورپکو پرضد عملیات پیل کړل، چې د ادعا له مخې ډېری سیمه د اورپکو له فعالیتونو پاکه شوې ده.

وروسته په خیبر ایجنسۍ کې هم د اورپکو پرضد د (ضرب عضب) عملیات پیل شول.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *