روان کال کې ۱۵۷ مصریانو ‘ځانونه وژلي’

روان کال کې ۱۵۷ مصریانو ‘ځانونه وژلي’

د ژوند مخ پر ځوړ وضعیت، بې کارۍ او سیاسي اړدوړ د مصریانو ژوند تریخ کړی دی.

یوې حقوقي ټولنې ویلي، د روان ۲۰۱۵ کال له پیله د روانې اګست میاشتې تر دویمې نېټې پورې د ځانوژنې ۱۵۷ پېښې ثبت کړې، خو هغه پېښې پکې نه دي لیکل شوې، چې ځانوژونکي له ځانوژنې ژغورل شوي.

د مصر د بشري حقونو او آزادیو د غمغږۍ ټولنې – چې یوه نادولتي مؤسسه ده – پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي، دا د مصر په تاریخ کې د ځانوژنې تر ټولو لوړه کچه ده.

سرچینه وايي، له یادې شمېرې ۱۲۸ نارینه وو او ۲۹ ښځو ځانونه وژلي دي.

خو په دغو کسانو کې ۸۳ هغو ځوانانو ځانونه وژلي، چې عمرونه یې د ۱۸ او ۳۵ کلونو ترمنځ وو.

سرچینه زیاتوي ”دا پدیده د تېر کال پرتله ډېره خطرناکه ده، ځکه چې له فردي کړنې پر یوې ډله ییزې ځان وژنې اوښتې ده، چې د مخنیوي لاره یې باید لاملونه وموندل شي.”

ځینو څېړنو ویلي، چې په مصر کې د ځانوژنې د ډېرېدو یو لامل هم مادي، ټولنیزې او اروايي ستونزې دي، ځکه د اتو کسانو ځانوژنو وښوده، چې حکومت یې دندې ختمې کړې وې، یوه بل شکایت کړی و، چې آمر یې د کار په مقابل کې مزدوري نه ورکوي.

د ځانوژنو په دغو پېښو کې ۳۴ محصلین او ۳۱ نور کار کوونکي دي، خو د کور مېرمنې او پولیس هم پکې دي.

د سرچینې د راپور په حواله، د ۳۱ کسانو د ځان وژنې هڅې ناکامې شوې دي.

د دغه راپور پربنسټ، هره ورځ پنځه یا شپږ کسان د ځانوژنې له کندې ژغورل کېږي، خو شاید ځینې داسې پېښې هم وي، چې خلک نه ورباندې خبرېږي.

دغه ټولنه حکومت ته د سیاسي او اقتصادي مخ پر ځوړ حالت د ختمولو سپارښتنه کوي، چې وايي په دې سره به وګړي هوسا ژوند وکړي او ګڼې ستونزې به ورسره حل شي.

په مصر کې د ۲۰۱۳ کال د جولای پر درېیمه د پوځي کودتا له ورځې راهیسې سیاسي او ټولنیز وضعیت ورځ تر بلې کړکېچن شوی دی.

Author

خروج از نسخه موبایل