د امريکا بې پيلوټه الوتکو او افغان پوليسو نهه تنه طالبان وژلې دي

د امريکا بې پيلوټه الوتکو او افغان پوليسو نهه تنه طالبان وژلې دي

د افغانستان په ختيځ او مرکزي سيمه کې ، د بې پيلوټه الوتکې او افغان پوليسو له خوا د طالبانو نهه تنه وسله وال چې له هغې جملي درې تنه قو ماندانان هم پکې شامل و، وژل شوي دي. دامطلب افغان چارو اکو څرګند کړی دي.

بې پيلوټه الوتکو د وردګ ولايت د چک ولسوالۍ د دايمرداد په سيمه کې په بمبارۍ کې اوه تنه سخت دريځه، چې دوه پکې قوماندانان و، وژلې دي. دامطلب پژواک اژانس د وردګ د والي حيا ت الله خوګياڼۍ له قوله ور کړی دي. په دغو هوائي حملوکې ملکي کسانو ته مرګ ژوبل نه ده اوښتی.

د طالبانو دوه غړي د لوګر ولايت په برکې برک کې وژل شوي دي. پوليسو پر هغه موټر بريد وکړ ، چې د طالبانو قوماندان ملا وزيراو دده درې ساتونکي پکې سپاره وو په دغه پيښه کې ملا وزير او دده يوساتونکی وژل شوي او دوه نور وسله وال ټپيا ن شوي دي.

Author

خروج از نسخه موبایل