څیړنه (تحلیل): له ایران سره هوکړه او نوی پړاو

له ایرن سره د اټومي پلان په هکله هوکړه نوي پړاو ته ننوتلې ده. د امریکا ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر یې هڅه کوي ترڅو کنګرې او مشرانو چرګه وهڅوي ترڅو دا هوکړه رد نکړي. ډيری هڅې په دې هکله دي چې امریکایان په دې پوه کړل شي چې د هوکړې له منل کیدو پرته بله لاره شتون نلري. له ایران سره هوکړه د نړۍ لویو هیوادونو له لاسلیکه وتلې او د امنیت شورا فلتر هم پرې کارول شوی. دا هوکړه په نړیواله کچه د ارمیکا په دننه کې د مخالفتونو په پرتله تر ډيره پیاوړې ده او په نړیواله کچه یې پلي کول مهم او اړین ګرځیدلي دي. د امریکا ولسمشر دې ټکې ته په کراتو نغوته کړې ده که چیرې د امریکا کنګره دا هوکړه رد کړي هیڅ یو هیوادو به له دوی سره ونه دریږي او د هیڅ هیواد له لوري به بندیزونه ونه منل شي. د امریکا ولسمشر د تیرې چهارشنبې په ورځ په خپلو خبرو کې وویل: زمونږ نړیوالو همکارانو پر ایران د بندیزونو په برخه کې هره یوه په میلیاردونه ډالره زیان ګاللی دی تر لاسه شوې هوکړه دوی ته دمنلو وړ ده او له دې وروسته به د بندیزونو په برخه کې له امریکا سره ملتیا ونکړي او که چیرې د امریکا کنګره دا هوکړه رد کړي او د ایران د ولسمشر حسن روحاني په وینا: د اټومي پلان په هکله خبرو د بندیزونو لړۍ ماته کړې او بیرته را ګرځیدل یې شونې نه ښکاري.

اوباما تیره اونۍ د امریکن په پوهنتون کې د خبرو پر مهال وویل: هغه کسان چې له ایران سره د هوکړې او د یپلوماتیکي اړیکو سره مخالف دي. د بوش واکمنۍ پر مهال پر عراق د برید پلویان دي ده ویلي باید د جګړې له لارې نه بلکې د خبرو له لارې مبارزه وشي. اوباما په خپلو خبرو کې له کیوبا سره دیپلوماتیکي اړیکو په نغوتې سره ویلي که چیرې کنګره له ایران سره هوکړه رد کړي په نړیواله کچه به خپل باور او اعتبار له لاسه ورکړي.

د امریکا ولسمشر ویلی که چیری کنگره له ایران سره هوکره رد کړي په واشنګتن کې هر نوی راتلونکی حکومت باید د نوې جګړې ته په تمه پاتې شي ده ټینګار کړی، که چیرې له ایران سره هوکړه د کنګرې له لوري رد شي په منځني ختیځ کې باید د یوې نوې جګړې په تمه پاتې شو د امریکا ولسمشر ویلي: جمهوري غوښتونکو مخکې له دې چې د هوکړې متن ولولي له دې هوکړې سره یې د مخالفت غږونه پورته کړل دوی حتی د خپل هیواد د اټومي پلان پر وزیر هم باور او اعتبار ونکړ ده ویلي سرایل یواځینی رژیم دی چی له ایران سره یي د اټومي پلان په هکله خپل مخالفت ښودلی دی. د اوباما په وینا: که چیرې مو پر ایران یو اړخیزو بندیزونو ته دوام ورکړ یواځې به پاټې شو دا به ناسم کار وي چې هوکړه څنډې ته کړو او بندیزونو ته دوام ورکړو.

ده د امریکا کنګری له غړیو وغوښتل ترڅو له دې پرته چې ګوندي ملاحظاتو ته پاملرنه وکړي دې هوکړې ته رایه ورکړي ده له امریکایانو هم غوښتي ترڅو له خپلو استازو سره اړیکه ونیسي او دوی ته له ایران سره هوکړې ته د مثبتی رایې ورکولو سپارښتنه وکړي اوباما په کراتو خبرداری ورکړی که چیرې دا هوکړه د کنګرې له لوري رد شی دی به یې ویتو کړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر هم له ایران سره له هوکړې په کلکه دفاع کوي ده تیره اونۍ ویلي وو: له دوی سره د نړۍ د یوالي لامل دادی چې مونږ د خبرو لاره غوره کړې ده او د واشنګټن له لوري د خبرو نه منل او یا د کنګرې له لوري د هوکړې رد به پر ایران د بندیزونو کچه لوړه نکړي

جان کري له یوې اونیزې سره په مرکه کې ویلي پر ایران د بندیزونو وخت تیر شوی دی او مونږ پر دې هیواد له هرې لارې کار اخستی تحریمونه اوس بې اغیزې شوي دي مونږ خپله غوښتنه په زغرده وړاندې کړې او ددې دلیل چې خلک له مونږ سره یو شوی دادی چی مونږ د خبرو لاره غوره کړه او د خبرو له لاری هوکړه خلکو ته د منلو وړ وه که چیرې مونږ په یوه اړخیزه توګه خبرو ته شا کړو دوی به هم زمونږ له ملګرتیا لاس واخلی. او زه پر دې پوهیږم چې دوی به زمونږ له ملاتړه لاس واخلي. له دې سره د امریکا بهرنیو چارو وزیر وزیر ویلي که چیرې له خبرو لاس واخلو روسیه او چین به هم زمونږ له پلویتوبه لاس په سر شي.

کری پر دې هکله پوښتنې ته چې زمونږ په پرتله ایران خبرو ته ډيره اړتیا درلوده او کولای مو شول چې د خبرو له کړیه د وتلو په ګواښ سره مو ډیر امتیاز تر لاسه کول په ځواب کې ویلي: دوی هم کولای شول په ډيرو دلایلو سره خبرې پریښې وی دا تصور نه دی دا اطلاعات دي. د کره مالوماتو له مخې باید دا په ډاګه شي چې ریښتینولي څه ده او د ظرفیت بازار تر څومره چلیدونکی دی د کري په وینا: ما له ظریف او نورو اړخونو سره له ساعتونو خبرو وروسته دا درک کړه چې خبرې د ماتیدو په حال کې دي

د امریکا ولسمشر لپاره د اسرایلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او په امریکا کې د یهود پلووو لوري سرخوږی رامنځ ته شوی دی د اسرایلو لومړي وزیر په کراتو په دې هکله په امریکا کې له یهود پلووو سره بیلا بیل ډوله خبرې کړې دي له بیلا بیلو لارو په کار اخستنې سره او له ایران سره یې د هوکړې پر رد ټینګار کړی دی

له ایران سره هوکړې په امریکا کې یهودیان چې تر اوسه د پردې مخ ته نه وو را څرګند شوي را څرګند کړل دا تر هغې کچې ورسیده چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما غواړي د سه شنبه په ورځ ولسمشرۍ ماڼۍ کې له یهودیانو سره وګوري او ددوی کوربه وي.

له دې سره په کنګره کې د یهودیانو درې غړي هم خبر جوړونکي دي او ددې هوکړې په هکله دوی تګلاره روښانه ده د نتنیاهو له خوڅښتونو وروسته په امریکا کې د یهودیانو پیاوړي لابي د آیپک غړيو ویلي چې په ټول واک او ځواک سره د هوکړې د مخنیوي لپآره ګام پورته کوو.

اوباما د سپتمبر یا یوې نیمې میاشتې پورې وخت لري ترڅو د امریکا عمومي افکار له ځان سره ملګري کړي. یو شمیر سناتورانو د امریکا ولسمشر د چهارشنبې له خبرو وروسته له ده څه خپل ملاتړ څرګند کړ.

د هوکړې مخالفینو تیره اونۍ د اټومي نړیوال آژآنس ریس یوکیو امانو د مشرانو جرګې بهرنیو اړیکو جرګه ګۍ ته ورغوښتی وو ده ویلي د مقرراتو له مخې د ایران له اتومي بټیو څخه د څارنې په هکله هیڅ هیواد ته مالومات نشي ورکولای د ایران او آژآنس ترمنځ دا هوکړه پټه او محرمه ده او امریکایان نشي کولای دې مالوماتو ته لاس رسی پید کړي.

ده د مشرانو جرګې له غړیو سره له لیدنې وروسته له خبریالانو سره په مرکه کې وویل داسې پام وکړی که چیرې یو هیواد خپل محرم اسناد ماته را وسپاري او زه په خپله ژمنه ولاړ نه وم نو هیڅوک به مونږ ته خپل پټ مالومات رانکړي دا مسله د امریکا په هکله هم ده مونږ له ایران سره پټ رازونه لرو او زه نشوم کولای په دې هکله نورو ته مالومات ورکړم

Author

خروج از نسخه موبایل