څیړنه (تحلیل): د ملا عمر په مړینې سره د طالبانو ترمنځ اختلافات

هره ورخ چی د ملا عمر له مرینی تیریږي ددوی ترمنځ واټن رامڼځ ته کیږي او تر اوسه دا ډله په پنځو برخو ویشل شوې ده. لومړی ډله د ملا اختر محمدمنصور پلویان دي چې واک یې په لاس کې نیولی دی او د مشرتابه په څیر د پاتې کیدو هڅه کوي. د طالبانو دې ډلې خپلې هڅې او ګواښونه ډير کړي ترڅو له دوی څخه ناخوښه طالبان خپل پلویان وګرځوي. د ملا منصور مخالفې دوه ډلې د کویټې او پیښور شورا ګانې دي.

د ملا منصور له مخالفینو څخه د طالبانو لوړ پوړي چارواکي لکه: منصور دادالله، منان نیازی، ملا منان چې د ملا عمر ورور دی او دده زوی ملا یعقوب تر سترګو کیږي. دا ډله له ملا منصور څخه ملاتړ کوي او د طالبانو لپاره د نوي مشر د ټاکل کیدو په لټه کې دي. دوی وایي باید د ملا عمر زوی د طالبانو د مشر په توګه وټاکل شي.

دریمه ډله چې د ملا منصور مخالفه ډله ده بیله لاره یې غوره کړې ده، له دې ډلې څخه د قطر دفتر ریس سید طیب آغا دی. دی چې د ملا عمر له نږدې کسانو څخه شمیرل کیږي په یوه پیام کې یې په تیره اونۍ کې له طالبانو سره د اړیکو پرې کولو تر کچې وړاندې لاړ او د مولوی منصور د مشری په هکله د اختلافاتو په هکله څه نه دي ویلي. ده په یو ډول سره په خپل پیام کې د طالبانو د مشر په توګه له هیواده بهر د ملا منصور په ټاکل کیدو نیوکړه کړې او دا بهیر یې له ناکامی سره تړلی ښودلی. دوی له هیواده بهیر د ټاکل کیدو په هکله ویلي ببرک کارمل او دد پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم له هیواده بهر ټاکل شوې وو چې بریالی نه وو

څلورمه هغه ډله ده چې ددوی ترمنځ د منځګړیتوب هڅه کوي او غواړي د طالبانو ترمنځ اړیکې ښې کړي. د دې ډلې مشري د طالبانو دواکمنۍ پر مهال د عدلېې وزیر مولوی ترابي کوي او په پاکستان کې په دې هڅو بوخته ده. پنځه بیا هغه ډله ده چې حتی د ملا عمر د مړینې له خبر مخکې یې له دې ډلې لاره بیله کړې وه او اوس وایي چې د ملا عمر له مړینې خبر وو. دوی مولوی منصور دپخواني خپل مشر ملا عمر وژنکی بولي ویلي یې چې ملا عمر دده له لوري په زهرو او ډيرې شکنجې سره مړ شوی دی د طالبانو محاذ فدایان ډله له مهمو ډلو څخه شمیرل کیږي دې ډلې تیره اونۍ اعلان وکړ چې ملا محمد عمر د امریکا سي آی اې او د ملا منصور ترمنځ د جوړجاړي له مخې وژل شوی دی او ملا منصور ملا محمد عمر ته زهر ورکړي دي.

خو دا تلیغاتي ماشین په دننه کې له ستونزو سره مخ شو او اوس مهال د ړنګیدو په حال کې دی دا د تبلیغاتو قدرت تر دې کچې پیاوړی وو چې د طالبانو جنګیالي حتی د ځانمرګي برید لپاره چمتوالی ښودلو خو له دې وروسته به ددوی د مشر د وژل کیدو په هکله ددوی ترمنځ دا ایدیولوژي کمرنګه شي. پسیې کولای شي سرتیري د جګړې تر کچې وروسوي خو یواځې ایدیولوژي وه چې ددې ډلې سرتیري یا جنګیالي یې تر ځانمرګي بریده رسول. د طالبانو نوی مشر تورن دی. ملا منصور د کویټې شورا او حتی د ملا محمد عمر کورنۍ په دې تورنه ده چې ولې یې تر دوه کلونو د ملا عمر مړینه پټه ساتلې وه او طالبان د خپل مشر په جعلي فرمان سره مړه کیدل او داسې فکر یې کاوه چې له خپل مشره اطاعت کوي او دده امر مني. له دې سره ملا منصور د ملا عمر په وژلو هم تورن دی او له پاکستان سره د نږدې اړیکو تور پرې لګیدلی دی. کله چې ملا منصور په دې ټولو تورنو تورن وي د طالبانو لپاره یې فرمان د منلو او پلي کولو وړ نه دی. هیڅ یو طالب نغواړي او نشي کولای چې له دې ټولو شکونو او بې باوریو سره ځانمرګی برید تر سره کړي. هم ملا منصور او هم د کویټې شورا خپل مشروعیت له لاسه ورکړی دی او نشي کولای له دې وروسته د خپلو پلویانو لپاره په سمه او مشروع لاره په تلونکو کې وشمیرل شي.

حتی که چیرې ټول طالب مشران د ملا منصورسره بیعت وکړي نودی به په دې تورنو تورن وي چې واک او ځواک ته به یي تر ډیره زیان ورسوي. همدارانګه که چیرې د کویټې شورا او یا د ملا عمر له کورنۍ څخه یو بل کس د طالبانو دمشر په توګه وټاکل شي له دې توره ځان نشي سپینولی.

د طالبانو له کړیه وتلې دا پوښتنې شتون لري چې ولي د ملا محمد عمر د مړینې اعلان اوس وشو له دوه کلونو وروسته دا اعلان د اسلام اباد لپاره څه ګټه لري او ددوی نوې تګلارې سره څومره مرسته کولای شي.

ددې پوښتنو په ځواب کې د دریو مسولو یادونه کولای شو. لومړۍ دا چې د طالبانو دمصرف تاریخ تیر شوی دی او له دې وروسته ددې ډلې دوام شونی نه دی او باید له منځه لاړ شي ځکه چې ددوی موډل د دواوم وړ نه دی او کیدای شي له دوی څخه یوه نوې ډلې سر را پورته کړي چې جلا موخې او اهداف به پلي کوي.

دوهمه برخه او د خوښی برخه داده چې افغان دولت له پآکستان سره هوکړې ته رسیدلی او کیدای شي د پخلاینې بهیر پیاوړی شي د ملاعمر د مړینې اعلاان ددې ډلې د کمزورتیا لپاره وروستی وسیله وه چې وکارول شوه او ددې ډلې یوه برخه اړه ده تر څو له جګړې لاس په سر شي.

دریمه برخه له دې لږ او څه جامع او پراخه ده داده چې کیدای شي له دې وروسته د طالب لړۍ چې د نړۍ ډيری او ځواکمن هیوادونه یې په رامنځ ته کولو کې لاس لري له منځه لاړه شي. ښکیلو هیوادونو د بنسټپالی لپآره له دې هم بدتره د بنسټپالی پروژه په پام کې نیولې ده او نغواړي ترڅو له دې کوچونۍ ډلګګۍ ددې لویې پروژې او ډلې چې هماغه داعش دی تر پوښتنې لاندې راولي. داعش هغه ډله ده چې په خپلو کړنو سره یې د طالبانو مخ ور سپین کړی دی. دا له طالبانو بدتره ډله ده چې پلان یې پولې نه پیژني او کولای شي د بنسټپالی په جګړه کې مخکښه ووسي او ځان په ډاګه کړي.

که چیرې په نړیواله کچه څیړنه وکړو له شک پرته طالبان چې د سیمې او هیواد لپاره په پام کې نیول شوې پروژه وه د له منخه تلو په حال کې ده ځکه نړیوال لوی لوبغاړي هیوادونه په نړیواله کچه د بنسټپالی پروژه غواړي او ملاتړ یې کوي. په حقیقت کې د بنسټپالی صنعتکاران دا بهیر د نړیوالو بهیرونو په لور بیایي. هغه لړۍ یا بهیر چې تاوتریخوالی کړکیچ شخړې او ګواښونو ته تر نړیوالې کچې وده ورکړی شي.

Author

خروج از نسخه موبایل