د ايران له لوري د وسلو له بنديزه سرغړونه د اټومي پلان په هکله له هوکړې د سرغړونې په مانا نه ده

د ايران له لوري د وسلو له بنديزه سرغړونه د اټومي پلان په هکله له هوکړې د سرغړونې په مانا نه ده. د امريکا بهرنيو چارو وزير ويلي، دا او پر ايران د بنديزنو لړۍ کومه اريکه نلري بلکي بيلا بيل موضوعات دي

د امریکا بهرنیو چارو وزیر ویلي: امریکا او ددوی ملګری هیوادونه د فشار ډيرې وسیلې لري او له دې وسیلو به هغه مهال کار واخستل شي کله چې پر ایران د توغندیو او پرمختللو وسلو د پیرودلو له بندیزه سرغړونه وشي خو دا مسله له ایران سره د اټومي پلان په هکله له هوکړې سره کوم تړاو نلري او په اتومات ډول به پر ایران د بندیزونو د لګیدو لامل نشي. د هغه هوکړې له مخې چې په وینا کې د ایران او ځواکمنو هیوادونو ترمنځ شوې، که چیرې ایران له دې هوکړې سرغړونه وکړي پر دې هیواد هغه بندیزونه چې د امنیت شورا له لوري لګول شوي بیرته خپل لومړي حالت ته راوګرځي.

له دې سره د اټومي پلان په مرکو کې د ایران استازي او ددې هیواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس عراقچي ویلي وو چې هیواد یې د وسلو او توغندیو له بندیزه د سرغړونې هوډ نلري. ده ویلي په ډې هکله به هغه وخت ګام پورته کوي کله چې په سیمه کې خپلو ملګرو ته وسلې واستوي او له دې کاره مو شرم نه لرو.

له دې سره د امریکا بهرنیو چارو وزیر تیره ورځ په کنګره کې د ایران اټومي پلان په هکله خبرې کړې ویلي یي دي: که چیرې کنګره د ایران هوکړه رد کړي. امریکا نشي کولای له ایران سره د خپلو ملګرو هیوادونو د سوداګری مخنیوی وکړي.

Author

خروج از نسخه موبایل