امریکا د ګلخانه یي غازو د کمښت پریکړه کړې ده

د امريکا ولسمشر د اوبو او هوا په هکله هغه گام چي تر ننه يِي ددي هيواد لوي او تر تولو مهم گام ښودلیي په داگه کړ

ددي پلان موخه د هغه گل خانه يي غازو له دريو د يوي برخي کمښت دی کوم چي خپور شوی نه دی اوباما گل خانه يي غاز د ځمکې لپاره تر ټولو لوی گواښ ښودلی دی

امريکا هغه هيواد دي چي ډيری گل خانه يي غاز توليدوي!

ددې هیواد ولسمشر دا سې پلان په ډاګه کړ چې له مخې یې به یي د امریکا د برښنا رامنځ ته کونکو مرکزونو کې د ګل خانه یي غازو کچه ټیته کړي.

ده ویلي چې د اوبو هوا باد له لارې د برښنا د تر لاسه کیدو ته په دې پلان کې ځای ورکړل شوی. ددې پلان مخالفینو پر اوباما نیوکه کړې او د مخنیوي د هڅو ژمنه یې کړې ده.

زغالي مرکزونه د امریکا له دریو یوه برخه برښنا تولیدوي او له دې لارې د برښنا تر لاسه کولو سره ډيری امریکایان په ځانګړې توګه جمهوري غوښتونکي موافق دي. ټاکل شوې چې په دې برخه کې د ګلخانه یي غازو کچه تر دوه زره دیرشمه دیرش سلنه را ټیټه کړل شي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي: مونږ لومړنۍ نسل یو چې د اوبو او هوا بدلون احساسو او وروستی نسل یو چې ددې ستونزې د مخنیوي لپاره به ګام پورته کوو

ده دا پلان له واټونو له یوسل شپږ شپیته میلیونه موټر کمښت ته ورته وښود او له ټولو نړیوالو یي وغوښتل ترڅو ددې ستونزې پر وړاندې خپله اخلاقي دنده تر سره کړي.
ده له ګلخانه یي غازو سره مبارزه نوې پیل شوې وښوده او ددې مبارزې پر بریالیتوب یي ټینګار کړی دی ده ویلي چې د مخالفینو وحشت به دی له خپل ګامه را ونه ګرځولی شي.

ددې پلان له مخې د امریکا هر ایالت به ددې غازو د کمښت لپاره ځانګړی پلان رامنځ ته کوي او هر ایالت باید د چاپیریال ساتنې او د ستونزو د مخینوي په برخه کې باید کوټلي ګامونه پورته کړي تر ځو په دې سره د اوسیدنې چاپریال له کړکیچ څخه وژغورل شي

له دې سره د یو شمیر ایالتونو مشرانو ویلي چې دې پلان ته تر ډيره پاملرنه ونکړي

Author

خروج از نسخه موبایل