د لیبیا محکمې پخواني چارواکي محاکمه کړل

د ليبيا يوي   محکمي د پخواني ديکتاتور معمر قذافي زوي سيف الاسلام قذافي او د پخواني رژيم اوه تنه چارواکي په اعدام محکوم کړي دي

سيف الاسلام او نور لوړپوړي چارواکي په ليبيا کي د پاڅون پر مهال د خلکو په وژني او ددوي په ځورولو تورن دي

د ترابلس دې محکمې د معمر قذافي رژيم ديرش تنه محاکمه کړي دي. د معمر قذافي د رژیم اته چارواکي لکه سیف الاسلام قذافي چې د معمر قذافي زوی دی، د استختباراتو پخوانی ریس عبدالله السنوسی او پخوانی لومړی وزیر بغدادي المحمودي په اعدام محکوم شوي دي. پر دوی د جنګي جنایت، د لاریون کونکو دځپلو او د خلکو د وژنې او ځورولو تور دي. د ریپوټونو له مخې څلویښت کلن سیف الاسلام په دوه زره یولسم کال کې د پاځون پر مهال یي د خلکو په وژلو او ځورونه کې مهم رول لوبولی دی. دی د دوه زره یولسم کال د نوامبر په میاشت کې له هیواده د تیښتې پر مهال ونیول شو. دی د لیبیا د زنتان ښار په بندخونه کې له یوې ډلې سره بندي دی. او د ویډیو کنفرانس له لارې دده او محکمې ترمنځ اړیکه ټینګه شوې وه. د لیبیا پخوانی دیکتاتور معمر قذافي په دوه زره یولسم کال کې د پاڅون له مخې له واکه لرې شو. له دې سره دې محکمې نن د پخواني رژیم اته تنه نور چارواکي په اوږد مهاله بند محکوم کړل او اوه نور یې په دولسو دلسو کلون بند محکوم کړي دي. د جرایمو نړیوالې محکمې او یو شمیر نورو بنسټونو ددې محکمې د روڼتیا په هکله اندیښنه ښودلې ده. د جرایمو نړیوالې محکمې له لوري هم د سیف الاسلام قذافي د نیولو حکم صادر شوی دی خو د لیبیا حکومت دی دې محکمې ته نه دی سپارلی

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *