پنځه نيم ميليونو ماشومانو ته به د “شري” ضد واکسین وشي

پنځه نيم ميليونو ماشومانو ته به د “شري” ضد واکسین وشي

   دغه ۵،۵ میلیونه ماشومانوته چې د شري ضد واکسین ورکړل شي ډیرسترکاردی او د افغانستان دعامې روغتیاوزارت دغه اقدام د ستایلو وړ دی.

د دغه واکسین د پېل سره سم به يواځې په لوګر او لغمان ولايتونو کې دوه لکه ۲۳ زرو ماشومانو ته د شري ناروغۍ ضد واکسین تطبیق شي.

د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي، چې د یوې اوونۍ په لړ کې به د ۲۹ ولایتونو ماشومانو ته دغه واکسین تطبیق شي.

د عامې روغتیا مرستیال احمد نعیم د واکسینو په دې کمپاین کې ۵،۵ میلیونه ماشومان، چې عمرونه یې له ۹ میاشتني نیولې تر ۵ کلنۍ پورې واکسین کړي.

نعیم زیاتوي، چې یاد کمپاین دعامې روغتیاوزارت ۲۷۰۹۰ رضاکارانو له لوري پرمخ وړل کیږي، چې لګښت یې ۴،۵ میلیونه ډالره اټکل شوی دی.

هغه وايي، په راتلونکوکالنوکې د شري ناروغۍ د له منځه وړلوله پاره دواکسین لومړی او دویم ډوز د پوښښ کچه په خپل ورځيني پروګرام کې ۹۵ سلنې ته ورسوي، چې د سري ناروغۍ له منځه وړلو له پاره بنسټیز ګام بلل کیږي.

شری یوه داسې ناروغي ده چې په مني، د پسرلي او ژمي په لومړیو کې کم عمره ماشومان پرې اخته کیږي.

که ماشومانوته د سري ضد واکسین ورکړل شي، له سینه بغل، خوار ځواکۍ او د شري مرګونۍ ناروغۍ به خوندي وي.

د عامې روغتیا وزارت مسولین وایي، چې د کندهار، خوست او هلمند ولایتونو کې مخکې د شري واکسین طبیق شوی، خو په بادغیس او نورستان ولایتونوکې به وروسته دغه واکسین ترسره شي.

د دغه وزارت مرستیال وایې، چې د سږني کال له پيل تردې د مه د سري ۱۲ مثبتوپيښو ثبت شوې دي.

کابل کې د سري ناروغۍ پرضد د مبارزې ملي کمپاین پرمهال افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق یا یونسف استازي ډاکټر اکهیل آیر دافغان ماشومانو د ښې ورغتیاله پاره هوډ وښود.

آیر پدې اړه زياته کړه، چې دغه ۵،۵ میلیونه ماشومانوته چې د شري ضد واکسین ورکړل شي ډیرسترکاردی او د افغانستان دعامې روغتیاوزارت دغه اقدام د ستایلو وړ دی.

د معلوماتو پر بنسټ هر کال له ۱۲ میلیونوڅخه زیات وګړي، په ځانګړي توګه د اسيا او افريقا لويو وچو اوسيدونکې په دغې. ناروغۍ اخته کيږي چې له دې ډلې یې ۳۳۰ ماشومان هره ورځ خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د اسیا په ځينو برخو او افریقاکې تر ۲۰ میلیونه ډیر وګړي د سرپه ناروغۍ اخته کیږي چې له دې ډلې بیا هره ورځ ۳۳۰ ماشومان خپل وژند دلاسه ورکوي.

په همدې اړه د عامې روغتیا وزارت د ټولو کورنیو، ورونو اوخویندو، مذهبي اوقومي مشرانو،غوښتنه کوي چې په یاد کمپاین کې دواکسينو له ټيمونو سره مرسته وکړي او کورنۍ وهڅوي چې ترڅو خپل ماشومان د واکسینو د تطبیق له پاره حاضرکړي.

Author

خروج از نسخه موبایل