ملا عمر ۲ کاله پخوا وژل شوی دی
د طالب وسله والو يوه انشعابي ډله فدايي محاذ رسنيو ته په يو استولي بريښنا ليک کې ادعا کړې چې په افغانستان کې د طالبانو د تحريک مشر ملا عمر، د خپل ملګري ملا اختر محمد منصور لخوا وژل شوی دی.
د محاذ د وياند په توګه قاري حمزه رسنيو ته په ايميل کې ويلي فدايي محاذ مؤثق ثبوتونه او راپور لري چې ملا عمر دوه کاله وړاندې د هغه د مرستيال ملا اختر محمد او د طالبانو د مالي مسوول ګل اغا لخوا وژل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ملا عمر د مړينې راپور دوه کاله وړاندې لويديځوالو رسنيو هم خپور کړی و خو طالبانو په دې اړه ټول خبرونه رد کړل.
ډيلي بيسټ له ننني راپور څخه په لږ توپير ليکلي وو ملا عمر د پاکستاني استخباراتو په يو زندان کې وژل شوی دی، خو اوس چې ټاکل شوې طالبان او افغان حکومت د جولای له اوومې وروسته خپله دوهمه ناسته برابره کړي، د فدايي محاذ څرګندونې شايد تر شا ډېرې خبرې راوسپړي.
ويل شوي چې ملا اختر منصور، چې د طالبانو سياسي مشري په غاړه لري، د سولې د خبرو ملاتړ کوي او په دې برخه کې د يو شمېر سخت دريځو له مخالفتونو سره هم مخامخ شوی دی.
د وسله والو طالبانو ويندويانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.