پریمن د سعودي عربستان په هوایي برید کې 9 کسان وژل شوي دي

پریمن د سعودي عربستان په هوایي برید کې ۹ کسان وژل شوي دي

پر یمن د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلاف د هوایي بریدونو په لړ کې نن ددې هیواد پر صعدې، یریم او اب ولایتونو پر څینو سیمو هوایي بریدونه شوي چې له امله یي نهه کسان وژل شوي او یو شمیر نور هم ټپیان دي. د یمن پر وسله والو د سعودي عربستان برید په داسې حال کې دی چې حوثیانو د ولسي شورا جګړې ته د داخلیدو د تګلارې له رامنځ ته کیدو خبر ورکړی دی.

بله خوا حوثیانو د منصور هادي له پولیانو د عدن ښار هوایي ډګر له بیرته نیولو خبر ورکړی.

عربستان د روان کال د وري یا حمل میاشتې په لړ کې پر یمن هوایي بریدونه پیل کړل چې تر اوسه یي له امله په زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Author

خروج از نسخه موبایل