د ایران او 5+1 ډلې ترمنځ پر هوکړې غبرګونونه

د اټومي پلان په هکله د ايران او پنځه جمع يو ډلې ترمنځ هوکړې چي له دوه ويشت مياشتينۍ خبرو وروسته تر لاسه شوې، په بيساري توگه نړيوال غبرگونونه يي له ځان سره درلودل. د ايران، امريکا، اروپا، روسيي او ډيريو عربي هيوادونو له دي هوکړې هرکلی کړی، خو اسرايلو پر دې هوکړې کلکه نيوکه کړې او سعودي عربستان هم له دي خوښ نه ښکاري

د اټومي پلان په هکله د ایران او پنځه جمع یو هیوادونو ترمنځ هوکړې ډيری نړیوال غبرګونونه له ځان سره درلودل. د ایران مشر د حسن روحاني له دولت څخه مننه وکړه. د ایراني رسنیو د ریپوټونو له مخې، آیته الله خامنه اي له دولتي پلاوي سره د لیدنې پر مهال د مذکرې د پلاوې له هڅو او زیارونو ستاینه کړې ده. له دې سره ایرانیان د خوښیو د لمانځلو لپاره واټونو ته راوتلي وو او له دې هوکړې یي خوښې ځرګنده کړه.

په وینا کې له هوکړې سم د لاسه د امریکا ولسمشر بارک اوباما په ټلویزیوني خبرو کې له دې هوکړې هر کلی کړی دی.

ده کنګرې ته وویل چې اوس به ددې وخت ولري ترڅو دا هوکړه وڅیړې او خبرداری یې ورکړ چې په کنګره کې به ددې هوکړې هر ډول مخنیوی ویتو کړي. د کنګرې یو شمیر دموکرات غړیو ویلي: چې قضاوت به له څیړنې وروسته وکړي خو د ډیریو جمهوریت غوښتونکو ترمنځ د مخالفت غږ پورته کیده.

د پخواني ولسمشر ورور او د فلوریدا ورور جب بوش چې د راتلونکو ولسمشریو ټاکنو لپاره له نورو نوماندانو مخکښ دی دا هوکړه له نیمګړتیاوو ډکه او خطرناکه ښودلې ده او د امریکا ولسي جرګې ریس هم له ایران سره د اټومي پلان په هکله هوکړه ګواښونکي بللې. د امریکا کنګره شپیته ورځې وخت لري ترځو وروستۍ هوکړه وڅیړي.

بله خوا د اسرایلو امنیتي کابینې له ایران سره هوکړه په غوڅ اکثریت سره رد کړې او په یوه وینا کې یي ویلي: اسرایلو ته دا هوکړه د منلو وړ نه ده. سعودي عربستان هم ددې هوکړې په غبرګون د څیړنې او پر ایران د بندیزونو لګولو غوښتنه کړې.

همدارنګه عمان د خلیج فارس د څنډې لومړنۍ هیواد دی چې له دې څخه یي هرکلی کړی دی د دې هیواد د بهرنیو   چارو وزارت په ټویټرپاڼه کې لیکلي د ګتلو پړاو مبارکې ورکړې ویلي یي دي د اماراتو ریس خلیفه بن زاید آل نهیان او امیر ابوظبی د اټومي پلان په هکله د ایران ولسمشر حسن روحاني ته مبارکې ورکوي.

د مصر بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی: د ایران او نړیوالې تولنې هوکړه کولای شي په منځني ختیځ کې د وسلو له سیالیه مخنیوی وکړي. د سورییې ولسمشر بشار اسد د اټومي پلان په هکله له لویدیځو هیوادونو سره د ایران جوړجاړی د ایران ولسمشر حسن روحاني او مشر آیت الله خامنه ایي ته مبارکي ورکړې ده او دا یي ددوی لپاره لویه بریا ښودلې.

خو له عربي او منځني ختیځ هیوادونو پرته د نړۍ نورو هیوادونو هم له دې هوکړې په پراخه توګه هرکلی کړی دی. د آلمان لومړۍ وزیرې انګلا میرکل دا هوکړه یوه لویه بریا ښودلې او له ډواړو خواوو یي غوښتې ترڅو په بیړې سره دا هوکړه پلې کړي.

د بریتانیا لومړي وزیر ډیویډ کامرون دا یوه تاریخي هوکړه ښودلې او د چین بهرنیو چارو وزیر رویټرز ته ویلي: د ایران اټومي پلان ته په کتو سره دا سې ښکاري چې د خبرو له لارې ټولې نړیوالې ستونزې حل کیدای شي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا هولاند ویلي: نړۍ به په دې هوکړې سره پرمختګ وکړي ددې هیواد بهرنیو چارو وزارت ویلي: هیله مند دي چې د امینت شورا هوکړه د روستۍ هوکړې له مخې ومنل شي او تر راتلونکو څو ورځو صادر شي.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر هیله مندي څرګنده کړې چې له ایران سره هوکړه په اروپا کې د توغندیو ضد سیستم د نښلولو د کمښت لامل شي.

د اروپا بهرني سیاست مشرې فدریکا موګریني چې په دې خبرو کې یي مهم رول لوبولی دی ویلي: تاریخي هوکړې آسانه نه وي خو له ډیریو ستونزو او ناخوالو سره هیلې ددې لامل شوې ترځو پر ستونزو بریالي شو.

او د ملګرو ملتونو لوی منشي بانکي مون له دې هوکړې خوښي څرکنده کړې ویلي یي دي ملګري ملتونو ددې تاریخي هوکړې پلي کولو په برخه کې هر دول همکاری ته چمتو دي.

Author

خروج از نسخه موبایل