وسله والو مخالفينو په فارياب ولايت کښي د اوسيدنې خلويښت کورنه سوځولي

وسله والو مخالفينو په فارياب ولايت کښي د اوسيدنې خلويښت کورنه سوځولي او د يوه سپينگري سر يي پرې کړی دی. بله خوا امينتي چارواکيو ويلي: چي په دې ولايت کي به ډير ژر چنيز عمليات پيل شي

د المارو په ولسوالی کې د دوشنبه په شپه وسله والو مخالفینو ډیرې امینتي پوستې تر لاسه کړې او د سه شنبه په ورخ د قرایي سیمې ته ننوتل. په فاریاب ولایت کې د پولیسو ځانګړې قطعي مشر اسدالله شیرزاد ویلي: پّ قرایي سیمه کې ډيری سیمه ایز پولیس ځای پر ځای شوي وو او کله چې ددوی پوځي توکي پای ته ورسیدل شاتګ ته اړ شوي دي. د فاریاب ولایتي شورا ریس عبدالباقي هاشمي وایي، کله چې وسله وال سیمې ته ننوتل کور په کوریي د دولت د پلویانو پلټڼې پیل کړې او ددوی کورنو ته یې اور اچولی دی. ده ویلي وسله والو یو سپینږیرۍ چې د کورنۍ غړی یې له طالبانو سره به جګړه بوخت وو سر غوځ کړی دی.

له بلې خوا د پولیسو ځانګړې قطعې مشر ویلي هغه کسان چې په قرایي سیمه کې د طالبانو پر وړاندې جنګیږي مخکې له دې چې طالبان سیمې ته راشي دوی شاتګ کړی دی. ښاغلي شیزاد تر نږدې راتلونکې په سیمه کې د چنیزو عملیاتو له پیلیدو خبر ورکړی ویلي یي طالبان به له هغه سیمو په شا کړل شي کوم چې اوس مهال ددوی په لاس کې دي. ده ویلي د ملي اردو کماندو په ګډون سیمې ته مرستندویه ځواکونه را رسیدلي او د عملیات د پیلدو امر ته په تمه دي.

همدارګه د فاریاب ولایتي شورا ریس ویلي: مخکې له دې یې دولت ته د یو شمیر کلیو د سقوط په هکله خبرداری ورکړی وو خو چارواکیو په دې برخ کې له ناغیریه کار اخستی دی.

ویل شوي چې په فاریاب ولایت کې د کورنیو طالبانو ترځنګ په سلګونه پاکستاني، چچني عرب او ازبیکستاني وسله وال هم په جګړه بوخت دي او سیمه ایزو مسولینو ویلي د آی ایس آی جنرالان ددې جګړو مشري کوي.

Author

خروج از نسخه موبایل