د سوله ایزو خبرو پر څرنګوالي ولسې جرګې نیوکه کړې

د ولسي جرگي غړي وايي د پخلايني د خبرو په لړ کي بايد دواره خواوي په اوربند هوکړه وکړي. دوي په نني غونډه کي ويلي: له اوربند پرته د پخلايني خبر مانا نلري بلکي له کمزوري اړخه تر سره کيږي استازو پر حکومت د نيوکي ترڅنگ وويل، په داسي حال کي چي هره ورځ د سلو   په شاوخوا کي افغان سرتيرو ته مرگ ژوله اوړي حکومتي لوري له دي پرته چي د اوربند مسله وړاندې کړي د طالبانو لويي غوښتنې منلې دي

دولت له اتو کلونو وروسته د خبرو ميز ته د طالبانو کښينولو وړتيا تر لاسه کړه، خو ولسي جرګه وایي: حکومت په لومړنۍ لیدنه کې له بیړې کار اخستی. دوی ویلي طالبانو ته د لویو امتیازاتو د ورکولو په هکله اندیښمند دي. د ولسي جرګې یو شمیر غړیو نن د ولسي جرګې په ناسته کې وویل: له اوربند پرته او جګړې په حال کې د خبرو تر سره کیدل د حکومت کمزورتیا ښیي.

دې استازو ویلي، هره ورځ په لسګونه سرتیرو ته مرګ ژوبله اوړي خو حکومت له دې پرته چې اوربند رامنځ ته کړي ددې ډلې لویو غوښتنو ته یي غاړه ایښې ده.

یو شمیر نورو استازو هم ویلي، له طالبانو سره نیغ په نیغه خبرې کول د حکومت لویه لاسته راوړنه ده او باید له دې بهیر څخه په کله ملاتړ وشي.

د ولسي جرګې په ننۍ غونډه کې ډيری کسان سولې ټینګښت ته خوښ ښکاریدل خو طالبانو ته یي د لویو امتبازاتو ورکولو په هکله اندیښنه ښودلې ده.

Author

خروج از نسخه موبایل