ولسمشر د شانگهاي سازمان د غړيو هيوادونو په سر مشريزه ناسته کي گډون کوي

ولسمشر د شانگهاي سازمان د غړيو هيوادونو په سر مشريزه ناسته کي گډون کوي. ددي ناستي اصلي موضع د افغانستان امنيتي حالت او په دي هيواد کي د داعش گواښونو په هکله ده. له دي سره ټاکل شوي ولسمشر ددي ناستي په څنده کي له خپل روسيي سيال ولاديمير پوتين سره په ليدنه کي د کاسا ۱۰۰۰ پروژي په هکله خبري وکري

د شانګهای سازمان سر مشریزه ناسته د پنجشنبه او جمعې په ورځ د روسیې په اوفا ښار کې پیلیږي. د چین بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي، چې د شاننګهای سازمان غړيو هیوادونو مشران به په دې ناسته کې په جدي توګه د افغانستان امنیتي حالت وڅیړي. ددوی په وینا، په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې د فعالیتونو په دیرښت سره افغانستان له یوه پیچلي برخلیک سره مخ شوی او دا مسله به د شانګهای سازمان د سرمشریزې ناستې اصلي موضع وي. د چین بهرنیو چارو مرستیال وزیر زیاته کړې، په دې ناسته کې به ددې پوښتنې د ځواب تر لاسه کیدو په هکله هم بحث وشي چې د افغانستان له اوسني حالت سره څه ډول چلند وشي.

ولسمشر چې په دې نانسته کې د ګډون په موخه روسیې ته ځي د ولادیمیر پوتین په ګډون د یو شمیر هیوادونو له مشرانو سره به وګوري. د روسي رسنیو در یپوټونو له مخې، ښاغلي غني به د جمعې په ورځ له خپل روسي سیال سره په لیدنه کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې په هکله خبرې وکړي. روسي رسنیو د ولسمشر سلاکار له خولي ویلي: له دې سر بیره به د ددواو مشرانو ترمنځ د کابل او مسکو د اړیکو پر ټینګښت هم خبرې وشي. له کله چی شاغلی غنی د افغان ولسمشر په توګه ټاکل شوی له ولادیمیر پوتین سره به یي دا لومړۍ لیدنه وي.

Author

خروج از نسخه موبایل