ایران او امریکا هوکړې ته نږدې شوي دي

د اټومي پلان په تړاو ايران او لويديځ هيوادونه هيځکله هوکړې ته دومره نږدې شوي نه وو. د ايران بهرنيو   چارو وزير محمد جواد ظريف ددې څرگندونو ترڅنگ دده سيال جان کړي هم ويلي، دواړه لوري يوي هوکړې ته د رسيدو ډيره هڅه کوي او په دي برخه کې پرمختگونه هم شوي دي

په وینا کې د اټومي پلان په هکله د ایران او پنځه جمع یو هیوادونو ترمنځ د خبرو دوام په لړکې د ایران بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف له خپل مقابل لوری غوښتې تر څو یوې هوکړې ته د رسیدو په موخخه پر دوی خپل فشارونه او بیځیاه غوښتنې پای ته ورسوي. له دې سره ده ویلي تهران د هوکړې پلوی دی او په وینا کې د دواړو خواوو ترمنځ واټن په دې کچه نه وو لږ شوی.

د ده امریکایي سیال جان کرړې هم په دې خبرو کې له پرمختګ او یوې هوکړې ته د رسیدو په موخه له هڅو خبر ورکړی دی. د ایران بهرنیو چارو وزیر ویلی د غونډې ګډونوالو ژمنه کړې چې له ترهګری او بنسټپالو سره د مبارزې په برخه کې به هم همکاري کوي.

” ده ویلي مونږ په وینا کې سره را ټول شوي یو تر څو یوې غیر ضروري ستونزه هواره کړو اوس په یولسو بجو له دې سره چې ځینې ستونزې پر خپل ځای پاتې دي خو هیڅکله دومره سره نږدې شوې نه وو خو له دې سره هم تضمین شتون نلري”

” جان کري ویلي، ددې دلیل چې د پنځه جمع یو دلې بهرنیو چارو وزیرانو ناسته درلوده دا دی ترڅو پرمختګونه او خبرې ګړندی کړو دواړه خواوې ډيره د زړه له کومې ډیره هڅه کوي ترڅو یوې هوکړې ته سره ورسیږو او مونږ د پرمختګ په حال کې یو.”

په همدي توګه دیپلوماتیکي سرچیني وایي تر اوسه د بندیزونو د لري کولو نیټې او اټومي بټیو ته د لاس رسي په هلکه اختلافات له منځه نه دي تللي. د روسیې بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویلي د وروستۍ هوکړې په هکله نوي سلنه پرمختګ شوی. دوروستۍ هوکړې لپاره ټاکل شوې ګواښ نیټه پنځه ورځې وړاندې پای ته ورسیده او دواړو خواوو دا نیټه یوه بله اونۍ وغځوله. له ایران سره د اټومي پلان په هکله د پنځه جمع یو ډلې غړي امريکا، روسيه، چين، فرانسه، بريتانيا او آلمان هیوادونه دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *