په سوريه کې د «داعش» يو مشر په هوائي بمبارۍ کې وژل شوی دی

په سوريه کې د «داعش» يو مشر په هوائي بمبارۍ کې وژل شوی دی

په سوريه کې د نړيوالو ځواکونو د بمبارۍ په نتيجه کې د «اسلامي دولت» د ډلې يو مشر وژل شوی دی

طارق بن طاهرال اردا چې دپيسو په ټولو او دنوو کسانو داستخدامولو په چارو بوخت وو، د جون پر ۱۶ نيټه د سورئي شمال په شداد ښارګوټې کې ووژل شو. دده ورورعلي هم «اسلامي دولت» ته داستخدام چارې پر مخ وړلي ، تر دې يوه ورځ مخکې په عراق کې ووژل شو.

د پنتاګون په يادښت کې راغلي دي چې د طارق بن طاهر ال اردا وژنه پر «اسلامي دولت » يو لوی ګوزار دي او ددې تر څنګ عراق اوسورئي ته د بهرنيو ترهګرو او تجهزاتود ليږدولو بهير ستونزمن کوي. دامطلب فرانسپرس اژانس ور کړی دي.

Author

خروج از نسخه موبایل