كورنيو چارو وزارت د ۸۹ وسله والو مخالفينو د وژلو خبر وركړ

كورنيو چارو وزارت د ۸۹ وسله والو مخالفينو د وژلو خبر وركړ
د كورنيو چارو وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواکونو په ګډو تصفيوي عملياتو كې ۸۹ وسله وال مخالفين وژل شوي، ۵۰ تنه ټپيان دي او دوه تنه ژوندي نيول شوي دي.
د دې وزارت مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي، چې دغه تصفيوي عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د پروان، تخار، بدخشان، كندوز، سرپل، كندهار او يو شمېر نورو ولايتونو په مربوطاتو كې د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.
د سرچينې په وينا، په يادو عملياتو كې يوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Author

خروج از نسخه موبایل