څلور نیم میاشتنۍ آزموینې او د ښونکیو اعتصاب

په داسي حال کي چي په راتلونکي اوني کي د ښونځیو څلورنيم مياشتينی آزموينه پيليږي د کابل يو شمير لوی ښونځي اوس هم بند دي. دا ښونځي نږدي له يوي مياشتي راهيسي د ښونکيو د کاري اعتصاب له کبله تړل شوي دي

د پوهنې وزارت ویلي اوس مهال دحبییبې، هوتکي او استقلال ښونځي تړل شوي پاتې دي. یوه میاشت وړاندې په کابل او ولایاتو کې یو شمیر ښونکیو، د میاشتنې معاش، دوی ته د ځمکو نه ورکولو، د ترفیع منغ قانون د لغوه کولو او د درسې ساعتونو د ډيرښت پر وړاندې په کاري اعتصاب لاس پورې کړی او د یو شمیر ښونځیو ورونه یي تړلي دي.

له دې سره چې یو شمیر ښونځي بیرته د زدکونکو پر مخ پرانستل شوي خوځينې لوی ښونځي چې ډيری شمیر زدکونکي لري اوس هم د زدکونکو پر مخ تړل شوي دي ښونکیو خبرداری ورکړی که چې ددوی غوښتنې ونه منل شي اعتصاب ته به دوام ورکړي. همدارنګه د پوهنې وزارت ویاند کبیر حقمل ویلي: دوی هڅه کوي ترڅو د ښونکیو غوښتنو ته ځواب ورکړي.

د پوهنې وزیر هم د استازو استجوابیه غونډه کې ویلي وو، د ښونکیو یو شمیر غوښتنې په قانون کې بدلون ته اړتیا لري او باید دا بدلون د ملي شورا له لوري ومنل شي. دوی ویلي دا قانون به ډیر ژر ملي شورا ته واستول شي.

Author

خروج از نسخه موبایل