ددې اسنادو له په ډاګه کیدو سره داسې هم وویل شول چې د عربستان دیپلوماتیکي محرمو اسنادو خپریدل د امریکا په خوښه شوي دي په نړۍ کې سفارتونو ته ورکړل شوې د عربستان ددې اسنادو خپریدل مسکو ته د عربستان ولیعهد ځای ناستې محمد بن سلمان له سفر سره همهاله تر سره شوي محمد بن سلمان ددې سفر په لړ کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدلي مسکو ته دده سفر د لویدیځوالو اندیښنې راپارولې دي لویدیخ او امریکا په دې اندیښه کې دي چې عربستان کیدای شي ددوی له سیالو هیوادونو سره د پرمختللو او درنو وسلو د پیرودلو تړون لیکونه لاسلیک کړي چې دوی ته بیا د زغملو وړ نه ده

د لند چاپ العرب ورځپانې لیکلي روسیې ته د محمد بن سلمان د سفرپایلو واشنګتن اندیښمند کړی دی په ځانګړې توګه چې د سفر په وروستیو کې پریکړه وشوه چې د عربستان پادشاه ملک سلمان به مسکو او ولادیمیر پوتین به د عربستان پلازمینی ریاض ته سفر کوی ترڅو په دې سره په ډاګه شي چې دواړه خواووې د اړیکو د ښه کولو په لور روانې دي داسې ویل کیږي چې دا ځل به دواړه لوري د یوه بل ګټو له مخې دې اړیکو ته پراختیا ورکوي

په دې وروستیو کې روسانو عربانو ته یو پیام استولی او دا ددې ښکارندویي کوي چې دواړه لوري له یوبل سره د ښو اړیکو د رامڼخ ته کولو غوښتونکي دي د پآم وړ مسله یي د امینت شورا په دوه زره دوه سوه شپاړسم پریکړه لیک کې د ویتو له حقه کار اخستل ده په دې هوکړه کې له حوثیانو غوښتل شوي ترڅو له هغه سیمو په شا شي کوم چې په دې روستیو کې یي نیولې دي او ویل کیږي چې د عربستان ولیعهد ځای ناستې سفر مسکو ته هم په همدي موخه تر سره شوی دی

دې ته په کتو سره عربستان هم د نوي ملګري د موندلو لټه کوي ترڅو د واشنګټن د تګلارې پر وړاندې غبرګون وښیي هغه څه چې د امریکا یي مسولینو د اندیښنې وړ ګرځي یواځې د وسلو د پیرودلو مسله نه ده چې عربستان به یي له روسیې سره لاسلیک کړي بلکې په دې کې د مسکو لویه ګټه ده چې د واشنګتن او ریاض تر منځ اړیکې سړې وي روسیه به نه یواځې د عربستان له اقتصادي ګټوڅخه برخمنه شي بلکې کولای شی له ډې لارې په منځني ختیځ کې خپلو دیپلوماتیکي هڅو ته لاره پرانیزي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *