تایوان کې څه باندې ۵۰۰ کسان په اور لګیدنه کې مړه شوي

تایوان کې څه باندې ۵۰۰ کسان په اور لګیدنه کې مړه شوي

په رپوټونو کې ویل شوي، چې ځینې کسان ان ۴۰ سلنه سوځېدلي دي

د تایوان په پلازمېنه تایپي کې په یوه تفریحي پارک کې د چاودنې او اور لګېدنې له کبله له ۵۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي.

د اور وژنې ادارې ویاند وايي، چې کېدای شي اور د رنګه پوډرو د سپرې له کبله رامنځ ته شوي وي.

په دغه اور لګېدنه کې ۱۸۰ کسان سخت سوځېدلي، چې ځینې کسانو هغه پوډر هم تنفس کړي چې ویل کېږي د دغه اور لګېدنې لامل شوي او د دوی ساه اخیستنه یې له ستونزو سره مخ کړې.

دغه پېښه ځای مهال سره سم د شپې اته نیمې بجې شوې. دغه مهال هلته شاوخوا زر کسان موجود وو.

د اور وژنې ادارې ویاند بي بي سي ته وویل، له ۲۱۵ کسانو څخه ۸۳ کسان سخت سوځېدلي او ۱۳۲ کسان یې برسیرن ټپیان دي.

په تایوان کې د ځايي رسنۍ وايي له اور لګېدنې مخکې د پوډرو په بڼه مواد په هوا کې خپاره شول چېله کبله یې د اور لګېدنې اصلي لامل معلوم نه شو.

اړونده کارکوونکو ژر تر ژره اور کابو کړاو ټپیان نژدې روغتون ته ولږېدول شول.

د رپوټونو پر بنسټ د شنبې په ورځ د هوا ګرمي له ۳۶ درجو هم لوړه شوه، چې له دې کبله ډېرو کسانو د اوبو پارک ته مخه کړه.

په دغه اور لګېدنه کې ۱۸۰ کسان سخت سوځېدلي

له اور لګېدنې وروسته چارواکو په چټک ډول د پارک د تړلو امر وکړ.

په تایوان کې له اور نه د خوندیتوب لپاره نیمګړي تدابیر، په نا قانونه ډول د ودانیو جوړول او د اړوند قوانینو نه مراعتول د دې لامل شوي چې په تېرو کلونو کې د اور لګېدنې ډېرې پېښې شوې.

په روان کال کې هم د اور لګېدنې له کبله د اور وژنې ۶ کسان ووژل شول.

Author

خروج از نسخه موبایل