هلمند كې ۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

هلمند كې ۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هلمند ولايت په خانشين ولسوالۍ كې د ملي اردو په مشرۍ ترسره شويو عملياتو كې۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د هلمند له ۲۱۵ميوند قول اردو څخه نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه عمليات د ملي اردو، ملي پوليسو او ملي امنيت سرتېرو لخوا د خانشىن ولسوالۍ په شين ګل، عبدالرحمن، حاجي اسد او عبدالله خان کليو کې ترسره شوي دي.

د سرچينې په وينا، په دغو عملياتو كې ۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي.

سرچينه وايي، چې ياد كلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه په بشپړ ډول پاک شوي او د عملياتو په مهال د سيمې اوسېدونکو او امنيتي سرتېرو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Author

خروج از نسخه موبایل