عراقي پوځ ۵۰ وسله وال کسان وژلې دي

عراقي پوځ ۵۰ وسله وال کسان وژلې دي

دعراق اردو د «انبار» ولايت په ځينو سيمو کې د پوځي عملياتو په ترځ کې د «داعش » د ترهګرۍ ډلې تر پنځوس زيات وسله وال کسان وژلې دي. او د دې ترڅنګ ئي دسيمي يو روحاني مشر هم وژلي دي. دامطلب دعراق د د فاع وزارت د يوې اعلاميي په ترځ کې څرګند کړی دي.

د دغه وزارت دمعلوماتو پر اساس «عراقي ځواکونه، دهيواد دهوائي الوتکو په ملاتړ د «انبار» په ولايت کې د «اسلامي دولت» پرضد عملياتو کې ۵۴ سخت دريځي وژلې دي». په دغه اعلاميه کې ويل شوي چې د وژل شوو کسانو په جمله کې داسلامي دولت ملاتړی مذهبي مشر ابو محمد هم وژل شوی دي نوموړی دعراق په هوائي بريد کې وژل شوی دي.

د دفاع وزارت وائي چې په عملياتو کې د برياليتوب لاعامل «کشفي موثق معلومات ول، چې دعراقي ځواکونو په واک کې ورکړل شوې وو».

Author

خروج از نسخه موبایل