د مالی دولتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ هوکړه

د مالی دولتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ هوکړه

د مالي په شمال کي د وسله والو او دولتي سرتيرو تر منځ پر اوربند هوکړه شوي ده

په دي هکله هوکړه د ملگرو ملتونو او الجزاير په منځگړيتوب په باماکو کي لاسليک شوي ده

دا هوکړه تیره ورخ د مالی دولت او آزاوا په نامه د خپلواکی غوښتونکو ترمنځ چې د طوارق عربي وسله والو په نامه هم یادیږي تیره ورخ لاسلیک شوې ده. ددې هوکړې له مخې: وسله وال به له وسله والې مبارزې لاس واخلي اودولت به سیمه ایزو ادارو ته ډير واک ورکړي او د وسله والو کسانو ته به په سیاسي بهیر کې ډيره ونډه ورکړل شي، سیمه ایزې شوراوې به رامنځ ته کیږمي او ددې وسله والې ډلې غړي به په امنیتي لیکو کې ځآی پر ځای کیږي. د مالي ولسمشر ویلي: دا سوله ایزه هوکړه به په ټول هیواد کې د پرمختګ او هوساینې د رامڼخ ته کیدو لامل شي. ده ویلي: ” ددې هوکړې لاسلیک ګټه به نه یواځې شمالي سیمو ته بلکې د هیواد ډيریو برخو ته رسیږي د نوي ادارې رامنځ ته کیدل به د چارو په پلي کیدو کې ډيره مرسته وکړي او د هیواد هرې برخې ته به د سولې لمن وغځیږي.”

دعربو طوارق وسله وال د مرکزي دولت له بې پاملرنې او تبعیض څخه سر ټکوي او په تیره نیمه پیړۍ کې یي څلور ځله د مرکزي دولت پر وړاندې په پاڅون لاس پورې کړی دی د وروستي ځل لپاره دوی په دوه زره ډولسم کال کې د دولت پر وړاندې ودریدل او ډيری سیمې یي ترلاسه کړې خو ددوی قیام دې سیمو ته د القاعدې ورتګ ته لاره هواره کړه.

طوارقیان د سیمې خپلواکی ا د فدرالي نظام د رامڼځ ته کولو غوښتونکي وو خو ددوی دا غوښتنه ونه منل شوه. ملګرو ملتونو ویلي د مالي سوله ایزې هوکړې د پلي کیدو لپاره به دې هیواد ته یولس زره سوله ساتي ځواکونه واستول شي.

Author

خروج از نسخه موبایل