د عربي ائيتلاف الوتکو د يمن پلازمینې پر هوائي ډګر بمبارۍ کړي دي

د عربي ائيتلاف الوتکو د يمن پلازمینې پر هوائي ډګر بمبارۍ کړي دي

د سعودي عربستان په مشرۍ د عربي ائيتلاف الوتکو د يمن په پلازميني صنعا کې پر پوځي اوملکې هوائي ډګرونو بمبارۍ کړي ‎او دالوتكى د ځغاستي لارې ئي ويجاړي کړي دي. دامطلب شينهوا اژانس د يوې سر چینی له قوله ورکړی دي.

د هوائي ډ ګر يو چارواکې اژانس ته ويلي دي چې په دغو بمباريو کې د نړيوال هواېي ډګر دالوتکې د ځغاستې کرښه او هوائي ډګر ته څيرمه پوځي اډه ويجاړي شوي دي.« ويل کيږي چې د حوثيانو استازو ته به ډيره ستونزمنه وي چې په راتلونکې د وشنبي کې له ژنيوڅخه د اوربند پر سر د ناکامه خبرو اترو تر سره کېدو وروسته بيرته خپل هيواد ته راستنيږي» دامطلب يو منبع د نوم دنه ښودلو په شرط څرګند کړی دي.

هوائي ډګر ته نږدي د سيمي اوسيدونکو ويلي دي چې شپږ زوروري چاودنې ترسره شوي دي دغه هوايي ډګر د تيرکال دسپتمبر مياشتي راهيسي د حوثيانو په ولکه کې دي.

د يمن د شخړي دهوارۍ په موخه د ملګرو ملتونو تر سرپرستۍ لاندې دښکيلو غاړو ترمنځ د يو سياسي حل لارې د موندنې په موخه سلا مشوري پيل شوې.

لومړۍ پړاو خبري د جمعي په ورځ د جون په ۱۹ نيټه پای ته ورسيدل خوپه دغو خبرو اترو کې د يمن استازي کومي نتيجي ته ونه رسيدل. دامطلب د يمن دبهرنيو چارو وزير ریاض یاسین څرګند کړی دي. ده زياته کړه چې خبري به دوام وکړي.

Author

خروج از نسخه موبایل