دتاجکستان او افغانستان په ګډه پوله کې يو نيم زره وسله وال ځای پر ځای شوي دي
د تاجکستان سره پر پوله د کندوز په ولايت کې تر يونيم زره تنه پورې د بيلابيلو ډلو ( طالبان- اسلامي دولت) سخت دريځه وسله وال کسان ځای پر ځای شوي دي. دامطلب د جمعي په ورځ د تاجکستان د سرحدي قواو قوماندان تورنجنرال رجب علي رحمانعلي څرګند کړی دي.
« داوپراتيفي اطلاعاتو پر بنسټ د افغانستا ن شمال کندوز ولايت د دشت ارچي،او امام صاحب په ولسواليو کې د يو نيم زر تنو په شاوخواکې، له هغې جملي د اسلامي دولت د ترهګرۍ ډلې وسله وال کسان ځای پر خاي شوي دي.» دامطلب رجب علي رحمانعلي څر ګند کړی دي.
دی وائي چې دوسله والو کسانو په منځ کې د «طالبانو»، «القاعده»، « د ازبکستان اسلامي غورځنګ» او «اسلامي دولت» پلويان موجود دي.
.دغه تاجک قوماندان وائي « دوی په فعاله توګه د تاجکستان پولې ته څيرمه د افغانستان دامنيتي ځواکونو سره په جګړه کې ښکيل دي» ده وويل چې دافغانستا اوتاجکستان دسرحدي ځواکونو ترمنځ په دومداره توګه اطلاعات تبادله کيږي.