افغان ځواكونه به له دې وروسته دطالبانو مشران په نښه کوي

اجرایي ریس «عبدالله عبدالله» ویلي: افغان ځواكونه به تر دې وروسته د مخالفىنو رهبري په نښه کوي د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، چې افغان امنىتي او دفاعي ځواکونه به تر دې وروسته د مخالفىنو لوړ پوړي قوماندانان او رهبري په نښه کوي.

هغه نن له غرمې مخکې په افغانستان كې د بهرنىو ځواكونو له عمومي قوماندان جنرال جان کمپبل سره په لىدنه کې ووىل، چې د مخالفىنو د رهبرۍ په نښه کول د امنىتي وضعىت له ښه والي سره مرسته كوي او دا چاره به په نور قوت سره دوام پىدا کوي.

د اجرائيه رياست له مطبوعاتي دفتر څخه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، عبدالله زياته كړه، چې د افغان امنىتي ځواکونو ترمنځ د استخباراتي معلوماتو د شرىکولو پروسه هم چټکه شوې او کار کېږي، چې دا پروسه نوره هم چټكه شي، ترڅو په وخت د مخالفىنو پلانونه شنډ شي.

د سرچينې په وينا، په افغانستان كې د بهرنىو ځواكونو عمومي قوماندان ووىل، چې دوى له افغان ځواکونو سره په ګډه د مشورې او روزنې په برخه کې ګڼ شمېر پروګرامونه پىل کړي دي.

جنرال جان کمپبل زياتوي، دوى د افغان هوايي ځواكونو د ښه فعالىت په هدف کار کوي، ترڅو هغوى ته نوې جنګي هليكوپټرې واخلي او اوسنۍ جنګي او لوژستىکي هليكوپټرې يې ترمىم کړي.

Author

خروج از نسخه موبایل