په یمن کې د عربستان د بریدونو په کله لاریون شوی دی
د یمن په پلازمینه صنعا کې پر دې هیواد د عربستان په مشری د ایتلاف هوایی بریدونو پر وړاندې لاریونونه تر سره شوي دي. لاریون کونکو دا د عربستان ښکاره تیری ښودلی او غندلی یي دی.
دوی خبرداری ورکړی چې ددې بریدونو ځواب به ورکوي. دوی وایي: ” مونز پر یمني ښځو او ماشومانو ځناوری تیری غندو مونږ تیري کونکو ته خبرداری ورکوو چې مونږ به د خپلو ماشومانو او ملکی کسانو د وینې تویدنې پر وړاندې کرار نه کښینو او څرنګه چې عبدالمالک حوثي ویلي دې بریدونو ته به دوه برابره ځواب ورکړو”