هرات كې ۴۵ زده كوونكې مسمومې شوې د هرات ښار د نجونو د يوې لېسې ۴۵ زده كوونكې نن سهار د يو ډول ناپېژندل شوي ګاز د تنفس له كبله مسموم شوي او د هرات حوزوي روغتون ته انتقال شوې دي.
دغه زده كوونكې د ۱۳ او ۲۱ كلونو ترمنځ عمرونه لري او په مېرمن حياتي لېسې كې زده كړې كوي.
د هرات د حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شېرزى وايي، ۴۵ مسموم شوې زده كوونكې دغه روغتون ته ور وړل شوې دي او روغتيايي حالت يې ښه دى.
بلخوا د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي وايي، تراوسه د دې قضيې علت نه دى معلوم، خو په اړه يې څېړنې روانې دي.
په دې وروستيو كې د هېواد په بېلابېلو ښوونځيو كې د نجونو زده كوونكو د مسمومېدو پېښې زياتې شوې دي.