ملګرو ملتونو یوه چارواکي ویلي: د یمن په هکله ناسته به په یوه ورځ ځنډ سره د دې اونۍ د یکشنبه پر ځای په دوشنبه ورځ پیل شي. په جینو کې د ملګرو ملتونو یوه استازي( احمد فوزي) ویلي: بانکي مون به په خپله په ډې ناسته کې ګډون وکړي. د یمن په هکله ناسته په دې هیواد کې د ښکیلو خواوو د استازو په ګډون د سیمې او نړۍ یو شمیر مشران هم ګډون کوي چې په دوی کې روسیه، چین، امریکا، فرانسه، بریتانیا او یو شمیر عربي هیوادونه ګډون کوي.

ملګرو ملتونو ویلي، په یمن کې د جګړې او هوایي بریدونو له کبله له دوه زره دوه سوه ډیرکسان وژل شوي او د لسو زرو په شاوخوا کې نور ټپیان دي. د ریپوټونو له مخې یواځې تیره ورځ په هیواي بریدونو کې له لسو ډیر کسان وژل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *