په پکتيکا او کونړ کې نهه وسله وال طالبان وژل شوي او درې تنه نور ژوندي نيول شوي، خو په تخار کې بيا طالبانو يو تن حکومت ته د جاسوسۍ په تور وژلى دى.
د پکتيکا د والي وياند نبي الله پيرخېل وويل چې سرحدي پوليسو د دې ولايت په غير رسمي شکين ولسوالۍ کې د چاڼيزو عملياتو پرمهال اته وسله وال طالبان وژلي دي.
هغه زياته کړه، چې د يادو عملياتو پرمهال يو موټر، ګڼ شمېر وسلې او يوه اندازه مهمات هم امنيتي ځواکونو تر لاسه کړي دي.
د ده په وينا، د عملياتو پرمهال افغان امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
هغه دا هم وويل، چې تېره شپه بهرنيو ځواکونو د دې ولايت په نکې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د وسلو پر يوې زېرمې بريد کړى، چې له امله يې د طالبانو ګڼ شمېر وسلې او مهمات له منځه تللي دي.
د يوه بل خبر له مخې، وسله والو طالبانو د تخار په ينګي کلا ولسوالۍ کې يو تن حکومت ته د جاسوسۍ په تور وژلى دى.
د تخار د والي وياند سنت الله تيموري، وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه يو کس په خپل کور کې په ډزو وژلى دى.
هغه د ياد شوي کس د نوم او دندې په اړه معلومات ور نکړل.
د والي وياند دا هم وويل، چې وسله والو طالبانو د ينګي کلا ولسوالۍ په جوماتونو کې اعلان کړى، چې څوک بايد له دولت سره همکاري ونه کړي