په کابل کي مالوماتي تکنالوژۍ نندارتون پرانستل شو

په کابل کي د لومړي ځل لپاره د غبرگولي درويشتمي مالوماتي تکنالوژۍ نندارتون پرانستل شو. په دي نندارتون کي يو سل شلو کورنيو او بهرنيو شرکتونو گډون کړی او خپلي لاسته راوړني يي ننداري ته وړاندې کړې دي

دا څلور ورځینی نندارتون د افغانستان د نندارتونونو مرکز په نوښت او د مخابراتو او تکنالوژۍ وزارت په همکاری پرانستل شوی دی. ددې نندارتون مسول( عبدالصبور) ددې نندارتون د پرانستلو موخه د نوي تکنالوژۍ ور پیژندل ښولې ده. ددوی په وینا: په دې نندارتون کې تر ډيره کورنیو شرکتونو ګډون کړی چې خپلې لاسته راوړنې او سیمکارتونه یي نندارې ته وړاندې کړي دي.

د افغانستان د نندارتون مرکز په دوه زره پنځه لسم کال کې پرانستل شو او تر اوسه پکې دوه، اختریز او تحصیلي نندارتونونه تر سره شوي دي. د افغانستان د نندارتونونو د مرکز مسول زیاته کړه چې تر نږدې راتلونکې به په بیلا بیلو برخو کې لس نور نندارتونونه هم پرانستل شي.

Author

خروج از نسخه موبایل