باميانو كې یوځل بیا زده كوونكې پر نامعلومې ناروغۍ اخته شوي
دا په يوه اونۍ كې درېيم ځل دى، چې د باميانو ولايت د پنجاب ولسوالۍ په يوه ښوونځي كې نجونې په ناپېژندل شوې ناروغۍ اخته كېږي او سبب يې هم معلوم نه دى.
د باميان د پنجاب ولسوالۍ چارواكي وايي، چې د چهارشنبې په ورځ په دې ولسوالۍ كې د شهيد نعمت الله د نجونو په ښوونځي كې ۲۵ تنه نجونې په يوه ناروغۍ اخته شوې او روغتون ته ولېږدول شوې.
د پنجاب ولسوال رستم علي پنايي كليد ته وويل، كله چې زده كوونكې ټولګي ته د ننه شوې، د نا معلوم علت له كبله په يوې ناروغۍ اخته شوې چې تبه او لړزه، سردرد او ريزش ورسره مل دى.
د پنجاب ولسوال وايي، دغه ښوونځى د ورځې او شپې له پلوه د ساتونكو له لوري تر كنټرول لاندې دى، خو بيا هم ښكاره نه ده، چې يادې نجونې ولې په دې ناروغۍ اخته شوې دي.
د نوموړي په وينا په دې اړه څېړنې روانې دي.
د يادولو ده، چې په دغه ولايت كې پرون هم ۲۷ او څلور ورځې وړاندې هم ۶۶ زده كوونكې مسمومې شوې وې.