د امریکا ولسمشر باراک اوباما د اوو صنعتي هیوادونو د غونډې ورسته د خبریالانو سره خبرې وکړي.د امریکا ولسمشر باراک اوباما د اوو صنعتي هیوادونو د غونډې ورسته د خبریالانو سره خبرې وکړي.

د امریکا ولسمشر باراک اوباما وايي د اسلامي دولت د ډلې یا داعش په ضد جګړې کې د امریکا په مشرۍ ایتلاف یوه «بشپړه ستراتیژي» نه لري.

هغه وویل چې بشپړه ستراتیژي په دې خاطر نه شته چې د عراق حکومت باید نورې ژمنې وکړي او نور عسکر وګماري.

د امریکا ولسمشر د دوشنبې په ورځ په جرمني کې د اوو صنعتي هیوادونو د مشرانو د غونډې نه وروسته خبریالانو ته وویل چې د عراقي قواوو د روزنې کار باید چټک شي.

«په هغه ځایونو کې چې موږ عراقي ځواکونه په مستقیمه توګه روزلي او تجهیز کړي. . . دوی په موثریت سره عملیات کوي. په هغه ځایونو کې چې موږ دا کار نه دی کړی، [د عراقي قواوو] مورال کمزور دی او د تجهیزاتو د کمښت سره مخامخ دي. دغه بیا د عراقي قواوو موثریت کم کړی دی. نو موږ غواړو چې نور عراقي امنیتي ځواکونه هم وروزل شي، تازه دمه وي، ښه مجهز وي او تمرکز ولري.»

ولسمشر اوباما وویل چې د عراق حکومت به هڅه وکړي چې په امنیتي قواوو کې د سني قبایلو نه کسان وګماري.

باراک اوباما زیاته کړه چې سني قبایل نه یوازې دا چې د اسلامي دولت د ډلې سره جګړې ته لیوال او تیار دي بلکه [پخوا په جګړو کې] بریالي هم وو.

ولسمشر اوباما وویل چې عراق او سوریې ته د اسلامي دولت د ډلې سره د یو ځای کیدو لپاره د بهرنیانو د تګ د مخنوي لپاره هم باید ډیر څه وشي.

د عراق لومړي وزیر له داعش سره د مبارزې په موخه د مرستې غوښټنه وکړه

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *