په افغانستان کې د ملکي تلفاتو کچه لوړه شوې

په افغانستان کې د ملکي تلفاتو کچه لوړه شوې

په افغانستان کې د روان کال په لومريو څلورو مياشتو کي له زرو ډيرو افغانانو ته مرگ ژوبله اوښتې او يا هم د خپلو کورنو پريښودو ته اړ شوی دی

په هيواد کي د ملگرو ملتونو څانگړي استازي مرستيال (مارکبودن) ويلي: د روان کال د اپريل تر ديرشمي نهه سوه اوه اتيا ملکي افغانان وژل شوي او يو زر نهه سوه نهه اتيا نور ټپيان دي

ښاغلي بودن په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په هکله ویلي: د جګړو له امله د کابل په بیړنیو روغتونو کې د ټپیانو حالات د خونړۍ جګړې د اغیزو ښکارندویي کوي. د بودن په وینا په دوه زره پنځه لسم کال کې د ملکي تلفاتو شمیره پنځوس سلنه لوړه شوې او دا د تیر کال په پرتله لوړه شمیره ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازي مرستیال وویل: په دې تیرو څلورو میاشتو کې د دولت وسله والو مخالفینو ډیری مرسته کونکو په نښه کړي او له ټولو ښکلیو خواوو یي وغوښتل ترڅو د ملکي کسانو ژوند ته ډیره پاملرنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو د نوي کال په رارسیدو سره خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. همدارنګه د هیواد ا منیتي چارواکي وایي: ددوی سرتیري له وسله والو مخالفینو سره د نښتو پر مهال تر ډیره د ملکي تلفاتو د مخنیوي هڅه کوي.

Author

خروج از نسخه موبایل