د بدخشان یمګان ولسوالی دولتي سرتیرو ونیوله

د بدخشان یمګان ولسوالی دولتي سرتیرو ونیوله

ددې ولسوالی په نورو برخو کې چڼیز عملیات روان دي

د بدخشان ولایت یمګان ولسوالی د امینتي ځواکونو لاس ورغله. د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال ویلي: چې له دې ولسوالی څخه یي وسله وال مخالفین په شا تمبولي او اوس د یمګان ولسوالی د امنیتي ځواکونو په لاس کې ده. د ښاغلي وزیرې په وینا د یمګان ولسوالی د نیولو په عملیاتو کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمیره یي نه ده مالومه. د ملي دفاع وزارت ویاند زیاته کړې، د ولسوالی په نورو سیمو کې د دولت وسله والو مخالفینو پر وړاندې چڼیز عملیات روان دي او ډير ژر به نورې سیمې هم له وسله والو پاکې شي. د بدخشان یمګان ولسوالی د شنبه په ورځ وسله والو طالبانو نیولې وه. دا په داسې حال کې ده چې ددې ولایت ځینې نورې ولسوالی هم د وسله والو مخالفینو له ګواښ سره مخ دي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

Author

خروج از نسخه موبایل