پنځه پوليس د یوه بل پولیس سرتیري له لوري ووژل شول

په کندهار کې دوو تنو سيمه ييزو پوليسو خپل پنځه ملګري وژلي او له وسلو سره يو ځاى تښتېدلي ، خو د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې بيا ١٦ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وويل چې د کندهار ولايت د خاکريز ولسوالۍ دوه تنو سيمه ييزو پوليسو خپل پنځه ملګري وژلي دي.

هغه زياته کړه چې امنيتي چارواکو يادې سيمې ته يو پلاوى استولى ، تر څو د پېښې پلټنه وکړي او حقيقت معلوم کړي.

خو د خاکرېز ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط وويل چې دوو تنو سيمه ييزو پوليسو خپل پنځه ملګري وژلي او له وسلو سره تښتېدلي دي.

سرچينه زياتوي داسې ښکاري چې دغو کسانو له وسله والو مخالفينو سره اړيکې لرلې.

د يادې پېښې په اړه د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي رسنيو ته ويلي چې د هغوى نفوذي کسانو په خاکرېز کې پنځه پوليس وژلي او د هغوى له سپکو او درنو وسلو سره يو ځاى خوندي سيمو ته رسېدلي دي.

شاوخوا يوه مياشت وړاندې په ميوند ولسوالۍ کې هم دوو پوليسو په ورته پېښه کې له اوو څخه زياتو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې وه او په خپله تښتېدلي وو

Author

خروج از نسخه موبایل