پر یمن دسعودي عربستان په وروستیو هواېي بريدونو کې ۵۵ کسان وژل شوي دي

پر یمن دسعودي عربستان په وروستیو هواېي بريدونو کې ۵۵ کسان وژل شوي دي

دیمن په پلازمینې صنعا کې دپوځ دقوماندنۍ په مرکز دسعودي عربستان دجنګي الوتکو په حملې کې ۵۵ کسان ووژل شول او ۱۸۰ تنه نور ټپيان دي.

دیمن دروغتیا وزارت ويلي دسعودي عربستان جنګي الوتکو نن په پلازمینې صنعا کې دپوځ دقوماندنۍ په یوه مرکز کې په راغونډو شویو عسکرو حمله وکړه چې له کبله یې ياده مرګ ژوبله رامينځ ته شوه .

دسعودي عربستان جنګي الوتکو دیمن د پوځ په مرکز ۵ ځله بمبارې وکړې چې له کبله یې ياد مرکز په کامل ډول تباه شو .

دیمن عسکر د معاشونو او تنخواګانو د ترلاسه کولو لپاره دپوځ دقوماندنۍ په مرکز کې راغونډ شوي وو .

دغه راز د یمن پوځ او حوثي شيعه ګانو دسعودي عربستان د ياد بريد په په ځواب کې دهغوې دپوځ په مرکزونو یوشمیر توغندي وویشتل .

سعودي عربستان د تېرې مارچ میاشت راهيسې په یمن کې د حوثي شيعه ګانو په ضد عمليات کوي چې تر اوسه پورې په زرګونو حوثيان وژلي دي

Author

خروج از نسخه موبایل