د څووم څل لپاره په ډاګه شول: د ترکیې دولت د سوریې له اوسیدونکو سره خیانت کوي!

د ترکیې چاپ جمهوریت ورځپاڼې، د ترکیې اطلاعاتووزارت اړوند ځینې فلمونه او انځورونه خپاره کړيچې په دوه زره څوارلسم کال کې د مرستو تر نامه لاندې کڅورې د ترکي ځواکونو له لوري نیول شوی وو. په دې کاروانونو کې له سوریانو سره د مرستو پر ځای وسله والو ډلو وسلې او نور پوځي مهمات لیږدل کیدل.د ترکېې دولت وسله والو ته د وسلو ورکړه د دولت تینګار بولي او د جمهوریت ورځپانې د ملي اسرارو په افشا سره دا ورځپانه په جاوسوسی تورنه شوې او دوی ته ګواښ شوی دی.

اردوغان په ګواښونکې لهجه ویلي: دا ګام جاسوسي دی او دوی باید د خپلو کارونو په هکله باید ځواب ورکړي. د ترکیې ولسمشر د جمهوریت ورځپانې له ګواښلو وروسته د امریکا پر نیویارک ټآیمز ورځپاڼې نیوکه کړې. دې ورځپانې په دې و روستیو کې په یوه مقاله کې ادعا کړې چې تیاره وریځو د ترکیې آسمان نیولی دی.

دوی خپل دولت د عثماني له دولت سره تړلی شودلی ویلي یي دي: امریکایي نیویارک ټایمز ورځپاڼې چې د عثماني دورې په هکله له کینې ډکې لیکنې کړې اوس هم د ترکیې د جمهوریت پر وراندې له کینې ډکې لیکنې کوي او زه ددې هیواد استازی یم او زما په هکله هم لیکي.

کارپوهان پر نیویارک ټایمز ورځپاڼې د اردوغان په هکله وایي، دوی په دې نیوکو سره غواړي عامه افکارو ته بدلون ورکړي او په ټاکنو کې تر ډیره رایې تر لاسه کړي.

د جمهوریت ورځپاڼې له نیوکو وروسته د جمهوریت ورځپاڼې په پلویتوب پیژندل شویو څیرو په دفاع لاس پورې کړ.

د عدلې ټولنې ریس(متین فیضي اغلو) د وروستیو بدلونونو په هکله ویلي: د رسنیو دنده ده ترڅو دا ډول جنایات په ډاګه او خلکو ته پوهاوی ورکړي. د ترکیې د قضاتو ټولنې پخواني ریس( عمر فاروق امین آغا اغلو) پر دې ټینګار سره که چیرې د ترکیې حکومت دا ګام پورته کړی وي، باید دنړیوالو قوانینو په رڼا کې په دې هکله ځواب ورکړي.

Author

خروج از نسخه موبایل