د تیر کال په پرتله په سلو کې۵۰ زیات افغانان ټپیان شوی

د تیر کال په پرتله په سلو کې۵۰ زیات افغانان ټپیان شوی

د سږ کال د جنورۍ او اپریل ترمنځ په درو میاشتو کې شاوخوا ۲ زره ملکي افغانان ټپیان شوي چې د تېر (۲۰۱۴) کال د ورته مودې په پرتله په سلو کې پنځوس زیات دي.

د ملګروملتو د بشري چارو همږغوونکي د یکشنبې په ورځ وویل چې تېر کال د جنورۍ او اپریل ترمنځ د ژوبل شویو افغانانو شمېر تر زرو لږ و.

په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی دفتر یا یوناما مرستیال مارک باودین وویل، د اپریل تر پایه لږترلږه ۱۹۸۹ تنه ملکي افغانان ژوبل شوي دي.

د ملګروملتو د مرستندوی دفتر (یوناما) په ویبپاڼه کې د ښاغلي باودین له قوله ویل شوي:«په افغانستان کې ‌ډاکترانو ماته ویلي چې دوی سږ د تېر کال د ورته مودې په پرتله د ملکي ټپیانو په شمېر کې په سلو کې پنځوس زیاتوالی ویني.»

ده دا هم ویلي چې په یاده موده کې ۹۷۸ ملکي افغانان وژل شوي او په دې ژوره اندېښنه لري چې پر مرستندویانو پر له پسې بریدونه کېږي او د حملو قربانیان دي.

پرون په لوګر ولایت کې د ۱۲ ماین پاکانو د برمته کېدو خبر خپور شو.

د یوناما له شمېرنو سره سم له ۲۰۰۹ څخه تراوسه پوري د افغانستان په تاوتریخوالو کې ۱۷ زره ۷۷۴ ملکیان وژل شوي دي.

ممکن د ملکي تلفاتو شمېر تر دې زیات وي ځکه چې د ډېرو ملکیانو د وژل کېدو له حاله نه رسنۍ او نه ملګري ملتونه خبرېږي

Author

خروج از نسخه موبایل