په افغانستان کې دډېری وسله والو ځای داعش نیولی

په افغانستان کې دډېری وسله والو ځای داعش نیولی

په تیرې یوې میاشت کي زیات شمېر وسله والو په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې ته بیعت کړی او د جلال آباد ښار په جنوبي او ختیځو سیمو کې یې په طالبانو حملې کړي دي.

د ننګرهار ولایت د یوه قومي مشر محمد صدیق مامند خبره راخیستې چې وایي؛ د ننګرهار ولایت په یوې ولسوالۍ کې داعش ډلې د طالبانو ځای نیولی دی.

د مضمون لیکوال وړاندې لیکي؛ په افغانستان کې د عراق او سوریې په نسبت د داعش تر واک لاندې سیمې بیخې کمې دي او یوازې څو کلیو کې محدودې دي.

نیویارک ټایمز زیاتوي، که چېرې داعش په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې واکمن شي؛ شخړې ممکن له بیخه تغیر وکړې. دا ځکه چې طالبان په عام محضر کې خلک اعداموي او ځان وژونکې حملې کوي؛ خو د اسلامي دولت ډله بیا شخړې او وژنې د ټولینزو رسنیو له لارې د ویدیوګانو او فلمونو له لارې خپروي چې د دوی کړنې د طالبانو له کړنو څخه ډېرې بدې دي.

نیویارک ټایمزورځپاڼې په کابل کې د نړیوال بحران ډلې د یوه جګ پوړې کارپوه ګریمي سمیت خبرې هم را خیستې چې وایي؛ داعش په افغانستان کي خپلو لیکو تهد ۲۰۱۴ م کال اپریل میاشتې راهیسې د خلکو جلب او جذب پیل کړی او تر اوسه کومه لاسته راوړنه نه لري. د سمیت په وینا، د دې ډلې د غړیو شمیر په افغانستان کې ممکن لسګونو یا سلونو ته ورسیږي؛ خو دا شمېر زرګونه نه دی.

Author

خروج از نسخه موبایل