داعش په افغانستان کې د طالبانو پر ضد جهاد اعلان کړی دی

د داعش ډلې په افغانستان کې طالبان، د پاکستان د څارګرې ادارې «ای اس ای» استازي بللي او د دوی پرضد يې د جهاد اعلان کړی دی.

عبدالرحيم مسلم دوست چې په افغانستان کې ځان د داعش د قوماندان په توګه معرفي کوي ويلي، چې طالبان د «ای اس ای» نمايندګان دي او پر ضد یې جهاد واجب دی.

نوموړي همداراز ګواښ کړی، چې هر څوک د داعش پر ضد ودريږي وبه وژل شي.

له يوه کال راهيسې په افغانستان کې د داعش ډلې د شتون خبرونه خپریږي؛ افغان چارواکو تر ډير وخت پورې دغه خبره ردوله، خو په دې وروستيو کې په ننګرهار او فراه ولاياتونو کې د دواړه ډلو تر منځ نښتې هم شوي دي، چې تر اوسه يې زياتره تلفات داعش ډلې ته رسولي دي.

څه موده وړاندې د پاکستان استخباراتي سازمان (آی اېس آی) د جنوبي وزيرستان مرکز واڼه ته د طالبانو يو شمېر مهم قومندانان وربللي وو. آی اېس آی طالبانو ته ويلي، چې تر دې وروسته دې آی اېس آی ته بد رد او سپکې سپورې وايي، پر ملا محمد عمر دې نيوکې پيل کړي، د طالبانو تحریک دې خوشې او د داعش ليکو ته دې ور ګډ شي. آی اېس آی دغو قومندانانو ته ډاډ ورکړی دی، چې له دوی څخه به تر پخوا لا زيات ملاتړ وکړي.

يو شمېر طالب قومندانان اوس د تردد او اندېښنې په حالت کې دي، له داعش سره د يو ځای کېدو لېوالتيا هم نه لري خو له آی اېس آی څخه هم وېرېږي چې که غوښتنه يې ونه مني، ښايي له منځه يې يوسي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *