له مسکوه د کابل غوښتنه

کابل د مسکو څخه غوښتنه کړی، چی په افغانستان کی د ثبات د راوستلو په تړاو پاکستان خبرو ته راوبولی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین ربانی څرګنده کړی، چی کابل د مسکو څخه غوښتنه کوی، چی په افغانستان کی د ثبات د راوستلو په تړاو پاکستان خبرو ته راوبولی.

د روسیی د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف سره د خبرو پر مهال نوموړي څرګنده کړی، چی « د افغانستان د نوی حکومت جوړیدو سره د پاکستان سره په اړیکو کی نوی پړاو پرانستل شو»، « مونږ هیله لرو، چی پاکستان به په افغانستان کی د حالاتو ښه کیدو او د خواوو تر منځ د ستونزو د هوارولو په موخه اړین ګامونه پورته کړی».

ربانی وویل؛ « مونږ د خپلو ملګرو د روسیی دولت څخه او په خانګړی توګه له تاسی ښاغلی وزیر څخه غوښتنه کوو، په افغانستان کی د ثبات راوستلو په تړاو د صادقانه خبرو پیل لپاره د پاکستان د راوبللو په بهیر کی مرسته وکړی، مونږ هیله لرو چه دغه بهیر به ډیر زر پیل شی».

Author

خروج از نسخه موبایل