روسيه يمن ته دبشرۍ مرستو د ليږلو چمتوالی نيسي

روسيه يمن ته دبشرۍ مرستو د ليږلو چمتوالی نيسي

روسيه يمن ته دبشري مرستو د ليږلو چمتوالی نيسي. او دا موضوع به د يوې اونۍ په اوږدو کې وڅيړل شي. دامطلب ريانووستي اژانس دبهرنيو چارو دمرستيال وزير ګينادي ګتلوف له قوله ورکړی دي.

. « موږ دپخوا پشان يوځل بيا اعلانوو، چې يمن ته دبشري مرستو درسولو دپاره اړېنه ده، يوه دمه (توقف) رامنځته شي ، تر څو بشري مرستي په ښه توګه ورسول سي. ددې ترڅنګ موږ پر داسي طرح کار کوو، تر څو په راتلونکې نږدې ورځو کې يمن ته بشري مرستي وليږو.» دامطلب ګتلوف څرګند کړی دي.

ده وويل چې چې په بشري مرستو بار الوتکه به هغه وخت يمن ته روانه سي چې (سازمانې مسئلي) حل سي

Author

خروج از نسخه موبایل