په ننګرهار کې داعش له لسو وسله والو طالبانو سرونه پرې كړي

په ننګرهار کې داعش له لسو وسله والو طالبانو سرونه پرې كړي

په ختیځ کې د ملي اردو چارواکي وايي، چې داعش وسله والو د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې له ۱۰ وسله والو طالبانو سرونه غوڅ کړې دي.

چارواکي وايي، چې یاده پېښه پرون په سیمه کې د دوی له چاڼیزو عملیاتو وروسته رامنځته شوې ده.

په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د عامه اړیکو مسول ډګروال محمد نعمان هاتفي وویل، چې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې هغه مهال له لس تنو وسله والو طالبانو داعش ډلې سرونه پرې کړل، چې د دوی د عملیاتو په پایله کې د سیمې پرېښودو ته اړ شول.

هغه وویل، دوی د اچین په کامپز سیمه کې عملیات درلودل او وسله وال طالبان اړ شول، چې د ځان ژغورنې په موخه له سیمې وتښتي.

ډګروال هاتفي زیاته کړه، چې وروسته لس تنه وسله وال طالبان په پېښې خوړ سیمه کې د داعش ډلې په لاس ورغلي او سرونه یې ترې غوڅ کړې دي.

تر دې وړاندې هم په ختیځ کې د ملي اردو چارواکو د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو او داعش ډلې ترمنځ د نښتو راپورونه ورکړي؛ خو د دې تازه پېښې په ګډون تراوسه دغو دواړو لورو په دې تړاو کوم نظر او غبرګون نه دی څرګند کړی.

Author

خروج از نسخه موبایل