په لوگر ولايت کي د شپږو پوليسو وژونکي ونيول شو

په لوگر ولايت کي د شپږو پوليسو وژونکي ونيول شو

دی چي په خپله هم پوليس وو شپز مياشتي مخکي يي د طالبانو په غوښتنه خپل شپږ ملگري په ډزو وژلي دي. داکس چي (حضرت محمد) نوم لري له دي بريد وروسته ايران ته تښتيدلی او د بيرته راتگ پر مهال تيره شپه د امنيتي سرتيرو له لوري ونيول شو

د لوگر ولايت د جنايي پيشو پر وړاندې د مبارزي مدير وويل: د حضرت محمد په نامه یو کس چې د خپلو شپږو همکارانو له وژلو وروسته ایران ته تښتیدلی وو، دوه ورځې مخکې له ایرانه د بیرته راتګ پر مهال ونیول شو. ښاغلي آرین ویلي: تورن کس په خپل جرم اعتراف کړی او دوسیه به یي ډير ژر عدلې او قضایي ادارو ته وسپارل شي. د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالی ولسوال محمد رحیم هم د حضرت محمد نیول کیدل منلي دي.

له دې سره د لوګر ولایت د جنایي جرایمو پر وړاندې د مبارزې مدیر، ددې ولایت په شش قلعه سیمه کې د یوه ماین ځای پر ځای کونکي له نیول هم خبر ورکړی دی. د ښاغلي آرین په وینا: دا کسان له دوه نښلونکو بمونو سره په پل علم کې نیول شوي دي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

Author

خروج از نسخه موبایل