په شمالي وزيرستان امريکايي بې پیلوټه الوتکې ۴ تنه وژلي

په شمالي وزيرستان امريکايي بې پیلوټه الوتکې ۴ تنه وژلي

تیره ورځ امريکايي ډرون الوتکو د افغانستان پولې ته نږدې په يوه بريد کې لږ تر لږه څلور تنه وژلي دي.

چارواکو ويلي دي چې پېښه د شمالي وزيرستان په شوال سيمه کې رامنځته شوې ده.

د پېښور يوه لوړرتبه امنيتي مامور د نوم نه ښودلو په شرط رسنيو ته ويلي دي چې امريکايي ډرون الوتکې په دغه بريد کې دوه توغندي توغولي دي او څلور تنه جنګيالي يې وژلي دي.

د پېښې په ځای کې يوه بل امنيتي چارواکي رسنيو ته څرګنده کړې ده چې په ياد بريد کې پنځه تنه وژل شوي دي او يو موټر هم له منځه تللی دی.

«لږ تر لږه ۵ تنه په دغه بريد کې وژل شوي دي، ويل کېږي ۳ تنه يې ازبکان او ۲ نور پاکستاني دي، دوه نور پاکستانيان ټپيان هم دي».

ياده دې وي چې پاکستاني ځواکونه افغان پولې ته نږدې په دغه سيمه کې له تېر جون راهيسې عمليات پر مخ وړي، څو سيمه له جنګيالو پاکه کړي، د دغو عملياتو پر مهال سلګونه زره وزيرستانيان له خپلو سيمو او کورونو کډه کولو ته اړ شول، چې يو شمېر افغانستان ته هم کډه شول.

Author

خروج از نسخه موبایل