په قطر هيواد کي د پنځو طالب مشرانو د اوسيدلو نيټه وغځوله

په قطر هيواد کي د پنځو طالب مشرانو د اوسيدلو نيټه وغځوله

دا پنځه کسان له يوه امريکايي سرتيري سره تبادله او د گوانتانامو له بندخوني خوشي شول، دوي د قطر دولت تر څار لاندي دي او پر دوی بهر ته پر سفر بنديز لگيدلی دی

قطر هیواد د امریکا په غوښتنه، د خیرالله خیرخواه، عبدالحق وثيق، فاضل مظلوم، نورالله نوري او محمد نبي عمري؛ د اوسیدو نیټه غځولې ده. د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي: دا بندیز به تر هغې دوام وکړي ترڅو چې دوی په دې نه وي ډاډ من شوي چې دوی نور د امریکا امنیت لپاره ګواښ نشي رامنځ ته کولای.

مخکې له دې د امریکا کنګرې ددې کسانو د ساتنې نیټې د پای ته رسیدو، افغانستان ته یي د بیرته ګرځیدو اود وسله والو له لیکو سره د یوځای کیدو په هکله اندیښنه ښودلې وه.

ویل کیږي چې داکسان اوس هم په طالبانو کې ډير نفوس لري.

د امریکا د اطلاعاتو ریس جان برنان تیره ورځ وویل: غواړي په دې ډاډ من شي چې دا پنځه کسان نور د طالبانو له لیکو سره نه یوځای کیږي.

د سیا ریس وویل: په دې هکله یي په خپله د افغان او قطر له حکومتونو سره خبرې کړي دي.

تیر کال امریکا د خپل یوه سرتیري د خلاصون لپاره پنځه تنه طالب مشران د ګوانتانامو له بندخونې خوشي او د قطر هیواد ته یي وسپارل.

د هوکړې له مخې، هغه مهال قطر اړ وو ترڅو تر یوه کاله دا کسان وساتي او دا نیټه تیره ورځ پای ته ورسیده.

Author

خروج از نسخه موبایل